په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلینو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ارزګان او زابل په ولایتونو کې یې ۵۱ وسلوال طالبان وژلي دي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عیسی وایي، چې افغان ځواکونو تېره شپه د ارزګان په دهراود او چارچينو ولسوالیو کې عمليات ترسره کړي، چې پر مهال يې ۴۴ وسله وال وژل شوي او درې پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.

ښاغلی عیسی همداراز د زابل په ارغنداب او شاجوۍ ولسوالیو کې هم ۷ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې خبره کوي ، دی همداراز زیاتوي په دغه جګړه کې ۲ نور وسلوال ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *