تاند، شنبه، د سنبلې ۱۶مه: حکومتي چارواکو تایید کړه چې ناڅرګندو وسله والو تېر ماښام ناوخته په کابل کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت یو ویاند وژلی دی.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چاره کې د دولت وزارت یوه خبرپاڼه کې تاند ته منلې چې حشمت بهادري د دوی د ویاند مرستیال و او تېر ماښام په کابل کې وژل شوی دی.
خبرپاڼه وايي، ښاغلی بهادري د کارته پروان سیمې د حضرت محمد مصطفی جومات ته نږدې په ډزو وژل شوی دی.
تر اوسه کومې ډلې د ښاغلي بهادري د وژلو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.