U.S. Defense Secretary Mark Esper

تاند، شنبه، د سنبلې۱۶: امریکا وايي، له وسلوالو طالبانو سره په هوکړه کې باید دا تضمین شي چې امریکا او متحدین یې خوندي دي.

د امریکا ددفاع وزیر مایک اسپېر له خپل برېتانوي سیال سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، دوی په دې لټه کې دي چې د سیاسي هوکړې پر مټ په افغانستان کې اتلس کلنه جګړه ختمه کړي: (( موږ غواړو ځان ډاډه کړو چې له طالبانو سره د سولې له هوکړه لیک وروسته به امریکا او د دوی متحدینو ته زیان نه رسېږي.))

د پنټاګون مشر مارک ایسپر ویلي دوی په دې باور دي چې افغانان سولې ته اړتیا لري خو امریکا هم مجبور ده چې ځان ډاډه کړي چې د سولې تر هوکړې وروسته به امریکا او د امریکا متحدینو ته له افغانستان څخه کوم ګواښ نه متوجه کېږي.

د برېتانیا ددفاع وزیر هم په دې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی د سولې لپاره د امریکا له روانو هڅو ملاتړ کوي او هیله لري چې په افغانستان کې اوږده جګړه ختمه شي.

دواړو لورو د ترهګرو ډلو پر ختمولو او افغانستان ته د امنیت او ثبات پر راوستلو هم ټینګار کړی دی.

د پنټاګون مشر دا خبرې په داسې حال کې کوي چې له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو اندېښنه ښودلې وه چې نه غواړي له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *