تاند- (شنبه، د سنبلې ۱۶) د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو نن په اسلام اباد کې په خپله درې اړخیزه غونډه کې موافقه وکړه چې په خپل منځ کې د سیاسي اعتماد د رامنځته کولو لپاره ګډې هلې ځلې او د پخلاینې ملاتړ، سیمه ییز امنیت او ثبات، د همکاریو انکشاف او اتصال، امنیتي همکارۍ او تروریستي ضد مبارزه د درو خواوو د همکاریو کلیدي ساحې دي.
د افغانستان، پاکستان او چین د باندنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزې غونډې په پای کې په ځانګړي ډول د افغانانو په مشرۍ او مالکیت په افغانستان کې د پایښتي سولې او ثبات لپاره د هراړخیزې موافقې د کېدو په خاطر د سولې د پروسې ملاتړ وکړ.
په اعلامیه کې ویل شوي«د افغانانو ارادې ته د درناوې پر اساس، د افغانستان د حکومت له لوري د شویو هلوځلو د ستاینې په ترڅ کې چین او پاکستان د افغانستان د سولې او پخلاینې د پروسې او همداراز د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ د ملاتړ پر دوام ټینګار کوي.»
تر دې پخوا هم پاکستان او یو شمېر نورو هیوادونو د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ اعلان کړی خو عملاً یې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان هڅولي چې د افغانستان له دولت سره مخامخ خبرې ونه کړي.