تاند – د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د رایه اچوونکیو په یوه روانه سروې کې د ولسمشرۍ کاندید او د کمپیوټري چارو کارپوه نور رحمان لېوال د ولسمشرۍ له یوه بل کاندید او اوسني اجرائیه رییس عبدالله عبدالله څخه مخکې شو.
دغه آنلاین سروې چې نن شنبه /د سنبلې ۱۶مه/ پیل شوې د شپې تر ۱۱:۱۵ بجو پورې په لومړۍ ورځ په کې له ۱۲ زرو څخه ډېرو کسانو رایې ورکړي او لا هم روانه ده.
د دې خبر د خپرېدلو تر وخته، په دې سروې کې مخکښو کاندیدانو ډاکتر اشرف غني ۵۸۰۰ ، نور رحمان لېوال ۲۶۰۰ او ډاکتر عبدالله عبدالله ۸۹۲ رایې اخیستې دي.
د ولسمشر غني، اجرايئه عبدالله عبدالله، د ملي امنیت د پخواني رییس رحمت الله نبیل، حنیف اتمر، ګلبدین حکمتیار، د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود د ورور احمد ولي مسعود، په شمول ۱۷ کسان د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ولاړ دي.
په دغو کاندیدانو کې تر اوسه تر ټولو ډېره رایه په ترتیب سره ولسمشر غني ۵۸۰۰ یعنې ۴۷٪ او تر ټولو کمه رایه غلام فاروق نجرابي اخیستې دي چې یوازې ۲ رایې یا تقریبا ۰٪ دي.