تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۷مه: ټرمپ له طالب مشرانو سره د په کمپ ډیوډ کې پلان شوې لیدنه لغوه او له طالب وسله والو سره د سولې خبرې وځنډولې.
ټرمپ تېر ماښام ناوخته په څو پرله پسې ټویټونو کې وویل، ټاکل شوې وه چې په کمپ ډیوېډ کې له طالب مشرانو سره لیدنه وکړي خو اوس نه غواړي چې له دغې ډلې سره وویني.
ټرمپ ویلي، دا لیدنه او مذاکرات یې د طالبانو د هغه برید په غبرګون ځنډولي چې یو امریکايي سرتېری او ۱۱ نور وګړي په کې ووژل شول: (( پرته له ځنډه د سولې مذاکرات او لیدنې لغو کوم، څوک به داسې وکړي چې د خپل امتیاز لپاره دومره خلک ووژني، طالبانو کار بیخي خراب کړ.))
ټرمپ طالبانو ته په اشاره ویلي که دا ډله د سولې د مذاکراتو په جریان کې اوربند نه شي کولی او ۱۲ بې ګناه وګړي وژني، نو دوی په هیڅ صورت دا هم نه شي کولی چې یوې مهمې هوکړې ته ورسېږي.
ټرمپ پوښتنه کړې چې ایا طالبان څو لسیزې نورې جګړې ته چمتو دي؟؟
ټرمپ په داسې حال کې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې چې تېره اوونۍ زلمي خلیلزاد وویل، دوی په اصولو کې د سولې یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
SOLUTION;HONOR TRUMP DID GOOD ACTION;
WHY WE GIVE AFGHANISTAN TO PUNJAB.
TALIBS ARE PUNJABI AGENTS.
KHALIL ZAD WORKED FOR PAKISTAN.
KHALIL ZAD IS AGAINST PASHTOONS.
ZENDABAD ASHRAFGHANI