تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۷مه: د سولې د مذاکراتو د لغوه کېدو سره هم مهاله په دوحه کې یو شمېر سرچینو تاند ته ویلي چې امریکا طالب مشران له قطر څخه ممنوع الخروج اعلان کړي دي.
ټاکل شوې وه چې طالب مشران نن امریکا ته تللي او له ټرمپ سره یې کتلي وای، خو اوس دوی ممنوع الخروج اعلان شوي او ورسره د سولې مذاکرات هم ځنډول شوي دي.
سرچینه وايي، امریکا قطري چارواکو ته شفاهي امر کړی چې د دوحې په دفتر کې موجودو ۱۳ رسمي طالب مشرانو ته له دغه هیواد څخه د بهر وتلو هیڅ ډول اجازه ور نه کړي او نظربند یې وساتي.
په مقابل کې یې سرچینې وايي، چې طالبانو له سهار وختي راهیسې په دوحه کې یوه اضطراري ناسته پیل کړې او لا هم د غونډې له خونې نه دي راوتلي.
سرچینه وايي، د طالب مشرانو وضعیت ښه نه ښکارېده او د رسنیو تماسونو ته هم ځواب نه وايي.
بلخوا افغان حکومت وايي، چې د ټرمپ لخوا د سولې د مذاکراتو لغوه کولو پرېکړه ارزوي او بیا به پرې غبرګون ښکاره کړي.
د ارګ ویاند صدیق صدیقي په یو ټویټ کې لیکلي د افغانستان دولت به د ټرمپ د څرګندونو په تړاو خپل وروستی مؤقف ډېر ژر اعلان کړي.
بلخوا د ولسمشر ځانګړي سلاکار فاضل فضلي بیا پر خپله فسبوک پاڼه د ټاکنو یقیني کېدو ته اشاره کړې او پر سیاسیونو یې غږ کړی چې د سولې مجهول راتلونکي لپاره یې نه باید د ټاکنو معلوم راتلونکی ننګولی وای.
ښاغلي فضلي لیکلي، له دې وروسته به هم د سولې هماغه پروسه چې د جمهوررئیس غني له خوا د یو واضح او ښکاره پلان په رڼا کې پیل شوې وه، هماغه هلې ځلې به دوام کوي: (( خو څنګه چې جمهوررئیس غني تل پرې ټینګار کړی چې پایداره سوله غواړو، با عزته سوله غواړو او داسې سوله غواړو چې په هغه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د خلکو عزت خوندي وي، د دغه سپیڅلي هدف د ترلاسه کولو لپاره به د افغان ولس او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت هلې ځلې دوام لري.))
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تازه طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه کړي او ویلي یې هیڅ ډله به د طالبانو په څېر د امتیازاتو لپاره دومره بې ګناه وګړي ونه وژني.
TALIBS ARE AGENTS OF PAKISTAN// KHALILZAD WANT GIVE AFGHANISTAN FREE TO PAKISTAN.
IF KHALILZAD COME IN TO AFGHANISTAN/AFGHANS MUST SHUT HIM WITH STONE.
KHALIL ZAD IS ANTI AFGHAN FACE.
ZENDA BAD HONOR DOCTOR ASHRAFGHANI