تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۷مه: طالبانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د سولې د مذاکراتو ځنډولو په تړاو غبرګون ښودلو کې تر اوسه له کلک احتیاط څخه د کار اخیستلو تګلاره نیولې ده.
ذبیح الله مجاهد او سهیل شاهین چې وخت ناوخت په بیړنیو ټویټونو کې له خلیلزاد هم وړاندې کېږي، نن یې رسنیو ته تر اوسه پورې کوم نظر نه دی استولی.
بلخوا په قطر کې د طالبانو او امریکايي لوري مذاکراتو ته دېره خبریالان وايي، طالبان له سهار راهیسې یوې خونې ننوتي او د اضطراري غونډې له خونې یوازې د ډوډۍ خوړو ته وتلي، خو حتی د هوټل جومات ته هم نه دي تللي او داسې ښکاري چې لمونځونه یې په همغه خونه کې کړي دي.
خو تر ټولو مهم ټکی دا دی چې د کابل مېشتو طالب پلوه شنونکو له منځه یو شمېر سرچینو تاند ته ویلي، چې د ذبیح الله مجاهد له لوري کابلي طالبانو ته چې په نکټايي داره طالبانو مشهور دي، پیغام ورکول شوی چې تر ثاني امره پورې دې په کابل کې له رسنیو سره د طالبانو دریځ نه شریکوي.
سرچینه وايي، له ټولو طالب پلوو څخه یې چې پوښتنه کړې ده، ورته ویل شوي چې یو شان پیغام یې ترلاسه کړی دی او رسنیو ته د ټرمپ د څرګندونو په تړاو د نظر څرګندولو کې د احتیاط لارښوونه شوې ده.
په کابل کې د طالبانو په پلوۍ کې نظر محمد مطمئن، وحید مژده، زبیر شفیقي، اسد الله وحیدي، فیض محمد ځلاند، ملا سلام ضعیف، وکیل احمد متوکل، مولوي جلال الدین شینواری، شفیع اعظم، فاروغ اعظم، مولوي قلم الدین، انتظار خادم، خیرالله شینواری او حسن حقیار تر نورو ډېر مشهور دي.
چې له دې منځه یې یو نیم د ملي امنیت لخوا وخت ناوخت نیول شوي هم دي، خو امنیتي سرچینو بیا ویلي، چې دغه طالبان یې د بیان د ازادۍ د اصل په درناوي بېرته خوشې کړي دي.
آیا دا
ټ ـ ټوپک
ج ـ جهاد
م ـ مرمۍ
هم نیکټایې پوشه طالب دی؟
قائد اعظم یادوم