(د اوبو او انرژۍ وزارت کې دایریدونکی علمی کنفرانس ته د لیکل شوې مقالې لنډیز)

سریزه

طبیعی سرچینې زموږ شاوخوا ټول هغه ژوندي او ناژوندي موجودات دي چې موږ یې په عنعنوی ډول تر خپلې استفادې لاندې راولو او اقتصادی استفاده ورڅخه کوو. طبیعی منابع اقتصادی سیستم  ته د طبیعت او چاپیریال ارزښتناکې ورکړی دي چې زموږ په رفاه او هوساینه کې رول لري. کله چې د منابعواقتصادی ارزښت ته ګورو، نو د شتمنی حیثیت پیدا کوي. چاپیریال زموږ ټول شاوخوا پنځ (طبعیت یعنی ژوندی او ناژوندی موجودات ) دی، خو منابع یا  سرچینې بیا د دغه ټول چاپیریال او محیط اقتصادي ارزښت لرونکي توکي دي. دغه توکي موږ ته ګټور او د لاسبری وړ دي، هغه چې د لاسبری وړ ندی، سرچینی نشو ورته ویلای. دچاپیریال څینې منابع به ممکن تیارې او اماده شکل باندې وی، لکه د چینو او سیندونو اوبه ، ځینې به پروسس، استخراج او مرتب کولو ته اړتیا ولري لکه  وسپنه، پولاد او نور، ځینې به راټولولو ته ضرورت ولري لکه طبی بوټي، کبان او نور، ځینی به پریمانه او مفته وی لکه اوبه، دلمر وړانګې، باد اوهوا، خو ځینی به ډیره لوړه بیه ولری لکه نجیبه عناصر. طبیعی منابع د انسان د کار محصول ندی، بلکې په قدرتی ډول دوی ته میسر دی، چې د ملکیت ادعا هم ورباندې کیدای شی لکه یو جریب کرنیزه زمکه چې د ځانګړی شخص په واک کې وی، خو ځینی نوری عامه ملکیت دی او  د تصرف او مالکیت ادعا ورباندی نشی کیدای لکه معادن، ځنکلونه ،سیندونه، ملی پارکونه او نور. نن ورځ بشریت دغه سرچینې او منابع کشف کړي او خپلې استفادی لاندی یې راوستی دی، مدیریت کوی یې او پلان او پالیسی ورته جوړوی. هغو هیوادو چې خپل طبیعی ثروت څخه یې ښه او معقوله استفاده کړی، دنړۍ بډای او صنعتی هیوادونه دی، هغوی چې دغو منابعو ته انکشاف ندی ورکړی او له استفادی څخه یې عاجز دی بیوزله بلل کیږی.   په دې لړ کې یوه مهمه طبییعی منبع اوبه دي، چې د هر کال په تیریدو سره یې اقتصادی اهمیت زیاتیږی. مدیریت ته یې اړتیا پیښیږي او د پلان او کار کولو ضرورت یې احساس کیږی. نن ورځ د اوبو مسئله سیاست ته هم ننوتی او ګڼ شمیر هیوادونه چی د اوبو قلت سره مخامخ دي، دغې موضوع ته د خپلی ستراتیژیکی او امنیتی نقطی نظره کتنه کوی. افغانستان یو له هغو هیوادو څخه دی چې د پاک پروردګار په رحمت سره پوره سیندونه ( د کال په اوږدو کې ۲۴ او دموسمی خوړونو سره ۲۶سیندونه) لری ، خو بی زحمته راحت او بی حرکته برکت نشته، نو  موږ نه یو توانیدلی چی دغه قیمتی جاری شتمنی او منبع مدیریت او کار ورڅخه واخلو، په کار ده چی وروسته تر دی له دی غفلت څخه را ویښ او خپلی اوبه د خپل اقتصاد، استقلال، عزت او ابرو لپاره مدیریت کړو. تر هرڅه دمخه د دې اقدام لپاره نظری پوهه او معلومات او د اوبو په اهمیت باندی پوهیدل په کار دی. په دې توګه به دغه لنډه مقاله کې په دې موضوع بحث وشي.

د افغانستان اوبه

اوبه  په څو شکلونو موجودی دي:

الف) د ځمکی پرمخ روانې اوبه surface water

ب) ترځمکې لاندی اوبه under ground water

د ځمکې پر مخ اوبه لکه سیندونه، ویالې، چینې او کاریزړونه.  خو ولاړې اوبه هم په دی کی راځی لکه د غزنی د ناور ولاړې اوبه ، دهامون هلمند ولاړی اوبه او نورې.  دا د اوبو د ډنډ (ټولیدو) هغه ساحې دي چې اوبه یې په طبیعي توګه یوې ګډې مجرا ته ورتوئیږي. د افغانستان د جغرافیې او د دې تعریف په نظر کې نیولو سره په آسانۍ سره کولای شو د هیواد ټولې اوبه په سیندیزو حوزو باندې وویشو. دا یو واضح حقیقت دی چې د افغانستان ټولې اوبه یوې واحدې مجرا ته نه توییږي بلکې بیلابیلو مجراګاتو کې تويیږي. د بیلګې په توګه د کابل سیند د افغانستان له خاورې وځي‌ او د اندس له سیند سره یوځای کیږی، د هلمند سیند په همدې ډول د ۱۲ مایل پولې جوړولو سره سره د ایران خاورې ته ننوزي‌ او د سیستان په دښته کې هامونونو ته توییږي. د هریرود سیند له پولې جوړولو وروسته د ایران او ترکمنستان تر منځ پوله (سرحد) جوړوي‌ او د دوستۍ بند کې راټولیږي. د پورته واقعیتونو په نظر کې نیولو سره ویلای شو چې د هیواد اوبه باید بیلې بیلې سیندیزې حوزې ولري، له همدې کبله دي چې د اوبو او انرژۍ وزارت د هیواد ټولې اوبه په پنځو سیندیزو حوزو باندې ویشلي دي چې نومونه یې په لاندې ډول دي (الف شکل) 

  1. د کابل سیندیزه حوزه 
  2. د هلمند سیندیزه حوزه 

۳.د هریرود-مرغاب سیندیزه حوزه 

۴. د پنج – آمو سیندیزه حوزه 

۵. د شمال سیندیزه حوزه 

۶.شپږمه حوزه چې باید په نویو مطالعاتو کې په پام کې ونیول شی، هغه د هیوا دجنوب سسیندونه دی.

اوبه هغه حیاتی ماده ده چې نه یواځې د انسانانو او حیواناتو، بلکې د ونو- بوټو ژوند هم ورپورې تړلی دی. دافغانستان یوشمیر لوی سیندونه دا دي:

دکابل دسيند دپغمان دغرونو له دري څخه چي دبحرله سطحي څخه ٣٥٠٠متره لوړوالي لري سرچينه اخلي ،ټول مسیر یې د تر سند دریاب پورې٧٠٠ کيلومتره دی چې د ننګرهار په ختیځ کې دکوزې پښتونخوا سیمې ته وځي.  دکابل سيند ٥٦٠ کيلو متره د افغانستان په خاوره کې او نور١٤٠ کيلومتره د پاکستان په خاوره کي بهيږي 

د کابل سيند په پورتني برخه کي ابشارونه لري چي د لويديځ څخه ختيځ لور ته د پراخو سيمو او تنگو درو څخه تيريږي ، کله چي دللندر د تنگي دري څخه تير شي د چهاردهي د سيمي څخه وروسته دکابل ښار ته ورننووځي کله چي دکابل له ښار څخه تيريږي د ارزان قیمت  په سيمه کي د لوگر سيند ور سره يوځاي کيږي او بيادتنگي غا ر د تنگي ته داخليږي چي نغلو په ساحه کي د پنجشير سيند ورسره يوځاي کيږي د سروبي نه وروسته وريښمين تنگي ته داخليږي . د علينگار او عليشنگ سيندونه دلغمان عزيز خان کڅ په سيمه کي دکابل د سيند سره يو ځاي کيږي ،د ننگرهار د درونټي په جنو ب کي سره رود اوبه ورسره يوځاي کيږي . 

دکابل سيند د ننگرهار یوه سيمه د یوه کانال پواسطه خړوبوي کله چي دغه سيند د جلال اباد ښار د شمال ختيځ د بهسو د ساحي څخه تير شي د کامي دزاخيلو دکلي په سرکي دکنړ سيند ورسره يوځاي کيږي او بﻻخره د لعلپوري دتنگي له لاري د پيښور سيمي ته او بيا د اټک په ساحه کي د سند له سيند سره يوځاي کيږي ،د کابل سيند داقتصادي نقطي نظره ډير زيات د اهميت وړ دي ، که استفاده ورڅخه وشي د افغانستان په سلو کې نوی د اړتیا بریښنا تولیدوی او کافی اندازه زمکې په ګنبیری او نورو سیمو کی تر کښت لاندې راوستلای شي. که د کونړ ولات کې د کونړ په سیند دبریښنا بیند جوړ شي، موږ د دې جوګه کوي چې، له داخلی تکافو بر علاوه  بهر ته بریښنا صادره کړو.

داموسيند دسيند ته داوکس او  عربانو د جيحون نوم ورکړی ده ،دامو سيـــــند دپامير دڅوکو څخه چي دزکول په نوم ياديږي او لوړوالي ئي (٤١٢٥) مترو ته رسيږي سرچينه اخلــــــي چي د ارال تــــر بحيري د٢٥٠٠ کيـــــلو متــــرو په فصله وررسیږي، یعنې د دغه سیند اوبه له هیواده بهر داورال په سمندرګی کی توییږی  . دغه سیند د١٢٠٠ کيلو مترو په اندازه دافغانستان او دمر کزي اسيا دهيوادونو (تاجکستان،ازبکستان ، ترکمنستان) ترمنځ سياسي سرحد تشکيلوي ، دامو دسيند مرستيالان دهغه %٣٠ډکوي. دښي خوا مرستيال سيندونه چي دمرکزي اسيـــــا هيوادونو پوري ارتبــــــــاط پيداکــوي دکونډ (cond ) ،چک ( chak ) ،قزل سو ( qizal so ) ،وخش( wakhsh ) ،کافرنهان او سرخان څخه عبارت دي .، چې زموږ له هیواد څخه بهر دی، خو دهیواد دننه مرستیالان یې د واخان ،کوکچي او کندز سيندونه دي. د افغانستان د اوبو د شمال دحوزې نور سيندونه دامو سيند ته تر رسيدو څخه مخکي په ريگستانونو کي وچيږي چي دخلم ،بلخ آب ،اندخوي او قيصار سيندونو دي. دامو سيند د سرچني څخه تر کوکچي سيند پوري ډير تيز او سرعت يي زيات دي او زياتي خړوبي او د يخ غټي ،غټي ټوټي له ځان سره راوړي . دامو سيند داوبو اندازه د کرکي ( kerki ) په سيمه کي په في ثانيه کي ٢٠٥٠  مکعب مترو ته رسيږي ،مگر کله چي د ارال سمندرگي ته توئيږي داوبو دبت يا اندازه (١٤٩٠) مکعب متره ته کيږي ځکه چي نوري اوبه دکرني او نورو اقتصادي فعاليتونو لپاره په مصرف رسيږي . 

د امو سيند چي پخوا د خم اب له سيمي څخه تيريده د دواړو غاړو زياتي برخي يي تخريبولي مگر اوس څه ناڅه کنترول شوي دي ،دا سیند دافغانستان او مرکزي اسيا هيوادونو ترمنځ يو طبیعی سرحدجوړوي ، چې دنړیوالو حقوقو له مخې بين المللي سيند ورته وايي دافغانستان په شمول نور مربوطه هيوادونه کولي شي د ټاکلو شرايطو مطابق ورڅخه لازمه گټه پورته کړي ،مگر داچي دامو سيند کيڼ لوري (افغانستان) مناسب شرايط او وسايل په لاس کي نه لري نو تر اوسه کومه گټه ورڅخه نه اخستل کيږي . دافغانستان شمال کي چي کرهڼي او مالداري ته يي زيات انکشاف ورکړي دى هغه دامو سيند مرستيالان سيندونه ( کندز او کوکچي سيندونه) دي .

د افغانستان یو بل سیند د هریرود سیند دی. دغه سیند د هیواد مرکزی سسیمو کې د بابا له غره څخه رابهیږی. په پیل کی دده له لمنو څخه دوه سيندونه د سنگل اب او سر جنگل په نوم سرچينه اخلی چی ددولت يار په سيمه کی سره يوځاي کيږي او د هريرود سيند جوړوي، دا ځکه چې وروسته تر دغې سیمې د هرات ساحې ته ورځی او دهرات دنوم له امله ورته هريرود وایی. دغه دسيند د ۴۰۰ کليو مترو په اندازه د کاسه مرغ اوسفيدکو د غرونو تر منځ غځیدلی، لوی مرستيال یې تکاويشان نوميږي چی د ۲۰۰ ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎کليو مترو په اوږدوالی د سياه کوه دغره په جنوبي لمنو کی بهيږی چی وروسته د هريرود  سره يوځا ی کيږی د ۵۰۰ کليو مترو په اوږدوالی د هرات څخه تیریږی اوبیا د افغانستان او ايران ترمنځ سرحد جوړوی اوبیا زموږله خاوری ور هاخوا د ايران او ترکمنستان ترمنځ سياسی سرحد جوړوی او دهغوی په خاوره کې بهیږی چې دواړه هیوادونه ورڅخه ګټه اخلی او ایران دوه بندونه ورباندې جوړ کړی دی.

په جنوب لویدیز کې دافغانستان یو لوی سیند د هلمند سيند دی،  چې د ۳۸۰۰ مترو په جگوالي سره د هزاره جان د غرونو څخه څخه شروع اوبیا دافغانستان اوایران سرحد کی ولاړو اوبوکې ورګډیږی .دافغانستان په خاوره کې یې مسیر۱۴۰۰کيلو متره دجنوب او جنوب لويديزو سيمو کې دی ، دهلمند سيند د شروع څخه تر گرشک پوری یوڅه ځمکی خړوبوی او سرعت یی ډیر زیات دی د گر شک څخه وروسته یې د بحر له سطح څخه لوړوالی ۸۰۰  مترو ته راکميږی عرض يی زياتيږی دقلعه بست په سيمه کی دارغنداب سيند ورسره يوځای کيږی . 

دهلمند دسيند د اوبو اندازه د کال په اوږدو کې توپیر کوي  یعنې له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰۰ مکعب مترو پورې د بدلون په حال کې وي ،دغه تغيیرات کله کله ځمکی تراوبو لاندی کوی او کله هم په يوه کوچنی سيمه کی محدودی وی دهلمند دسيند شااوخوا سيمی وچی او سحرايی اقليم لری او دسیمې دخلکو ژوند همدې سيند پوری تړلی ده . دهلمند دسيند دپاسه دکجکی به سيمه کی او دگرشک په سيمه کی دبريښنا دتوليد لپاره استفاده کيږی او د بغيز د نهر هم دهلمند دسيندڅخه سرچينه اخلی دکجکی بند دبريښنا ظرفيت په يوه ساعت کی ۳۳۰۰۰ او د گرشک د بريښنا ظرفيت ۲۸۰۰ کيلواټه فی ساعت ته رسيږی دهلمند دسيندڅخه د نهرونواو ويالو پواسطه ۱۴۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبيږی دهلمند دسيند مرستيالان په ارزگان کی کميان او ترين او د موسی قلعه او دتو پانی رود د سنگين په سيمه کی ورسره يوځای کيږی ، یعنی دغه سیند له څو ولایتونو څخه تیریږی.

د  اوبو راتلونکې، ساینسپوهان لویه اندیښنه کې اچولي دي، خو سره له دې هم دوی په احتیاط ګام اوچتوي، د اوبو د راتلونکوستونزو د هواری، د بشریت د ژوند او روحي ډاډ ګیرنې لپاره لوړ لګښت لرونکې څیړنې کوي. اوبه  نه یواځې د انسانانو لپاره، بلکې د ونو- بوټو او ټولو ژوندیو لپاره حیاتی ماده ده. ساینسپوهان وایی : انسان د  اوسیدو لپاره همدا یوغونډاری( only one earth) لری چې ورباندې ژوند وکړي،   داځکه  چې د ډیرو پلټنو سره سره په لوی کهکشان او بی پایه فضا کی(زموږ د اوسنۍ پوهې له مخې) بل هیڅ  داسې ستوری ونه موندل شو چې اوبه ولري. تر دې هم د اندیښنې وړ خبره داده چې راتلونکې کې د خوږو اوبو د کمښت ویره موجوده ده. له همدې امله د دوبلن کنفرانس اوبه یوه  اقتصادی ماده وبلله، کومه چې پخوا تردې مُفته او پریمانه ماده بلل کیده. دا چې راتلونکی جنګونه به د تیلو پر سر نه، بلکې د اوبو پر سر وي، یوه ریښتیانۍ پیش بینی وه. همدا اوس موږ ګورو چې زموږ هیواد کی د اوبو د منابعو  د خپلولولپاره زموږ هیواد کې په یو نوم او بل نوم د جګړی اور تود ساتل کیږی، علت یی نه ډیورند کرښه ده او نه هم جهاد او اسلام، بلکی اصلی مقصد یې دا دی چی افغانستان کې یومقتدر ملی حکومت جوړ نشی او ونشی کولا ی چی خپلی اوبه او نور طبیعی منابع مدیریت کړی.

اوبه ولې اقتصادی ماده وبلل شوه او  ولې به راتلونکي جنګونه په تیلو نه،بلکې په اوبو وي؟

د زمکې پرمخ، دځمکې لاندې طبقاتو(اکویفرونو) کې،  د زمکې پرمخ(روانې اوبه)، دزمکې له مخ پورته په هوا کې دبړاس په بڼه، د غرونو  اودوقطبونوکنګل بڼه ټول هایدروسفیر جوړوي. د هایدروسفیر ډیره برخه په لویو سمندرونوکې ده، آن  دا چې ویلای شو چې د زمکی د مخ په سلو کې اویا برخه اوبه او پاتې په سلو کې دیرش وچه ده. 

ستونزه  دا ده چې تازه او خوږې (د استفادې او څښلو وړ) په ټول هادیرو سفیر کی ډیره لږ (په سلو کې یواځې دوه) برخه جوړوی.  په تیره بیا سیندونه تر ټولو لږ برخه اوبه جوړوی. د سیندونو اهمیت ته په کتو سره پخوا کلونو کې یوه جلا علمی څانګه د ( Potamology) په نوم رامنځته شوی وه، چې د وخت په تیریدو سره دغه علمی دسپلین اوس د نړۍ په پوهنتونو کې د (Rivers Studies ) په نوم مطالعه کیږی، اوس Hydrology د Potamographyځای نیولی دی چې د یو شمیر پوهنځیو اساسی مضمون او ځینو نورو کې اختصاصی مضمون جوړوی.د اوبو او سیندونو د وضعیت  د روښانتیا لپاره لاندی جدول وګورئ:

په همزمانه توګه د هایدروسفیر بیلابیلو برخو کی د اوبو منبع اوشکلونه

د یوه اقتصادی  قانون له مخې هره هغه ماده چې قحط یا د کمیابي ( scarcity)  حالت کې وی تقاضا ورته زیاته وي، نو ارزښت یې هم لوړ وی. په همدې خاطر تیره پیړۍ کې د دوبلن نړیوال کنفرانس کې اوبه اقتصادی ماده وبلل شوه او ښاریان، د اوبو مصرفوونکی کمپنۍ، موسسات او نور باید د اوبو دمصرف په بدل کې بیه ورکړی. نوځکه اوس  د یوه قیمتی جنس په توګه عرضه کیږی، مدیریت کیږی، پلان ورته جوړیږی او د ممقیاسونو حدودو کی ارزول کیږی. د اوبو د قحط او وچکالی اصطلاح ممکن  وار په وار زیاته واوریدل شی او اوبه به پرته له کار او لګښت  څخه تر لاسه نشی. له بلی خوا د اوبو تولید او ویش دهغی به ارزښت کی زیاتوالی راولي. اقتصادی توکی ټول  له پلورلو، پیريدلو، انحصار، سیالی، ویش او مصرف سره یو ځای وي او بیه یې د عرضې او تقاضا او ددواړو له حساسیت سره  اړه لري، چې په دې کې اوبه هم راځي. 

د اوبو تقاضا: په یوه ټاکلي وخت کې د څښلو، کرنې، صنعت یا هم د ژوند دچاپیریال لپاره د او بو ټاکلی اندازه ده او هغه هم داسې چې تقاضا ورته حساسه ده، دا ځکه چې هیڅ بل بدیل نه لري.

د اوبو عرضه: د روانو اوترځمکې لاندې خوږواو تازه اوبو(Fresh water) هغه اندازه چې صرف په ټاکلو حدودو کې موجوده ده اوبس،  اما اړتیا ورته ډیره ده.

د اوبو مدیریت: د جاري او ځمکی لاندی اوبود منابعو لپاره پلان جوړونه، دهغو تخصیص کول اوښه مصرف، د هغو لپاره دراپوروکولوسیستم، پالیسی او ستراتیژی جوړول دی.  د اوبو په هکله د(Responsible Natural Resource Policy) یا دطبیعی منابعو مسئولانه پالیسی سپارښت کیږي چې دا مسئولیت اوسني نسل ته متوجه دی او (اوسنی نسل) هروخت موجود وي، نوځکه دغه مسئولانه پالیسی هم تل تر تله او د هر نسل په وړاندې عین ارزښت او تعهد ته اړتیا لري.

د پورتنیو دلایلو له مخې  په ۱۹۹۲م. کال د دوبلن کنفرانس د اوبو په هکله یو شمیر اصول (Dublin water principles)تصویب کړل چې هغه  دا دي: 

۱. خوږی (تازه) اوبه fresh water یوه ډیره محدوده او زیان منونکی سرچینه ده چی د ځمکی پرمخ د ژوند د دوام او د چاپیریال د خوندیتوب یوه ضروری ماده ده.

۲. د اوبو د مدیریت پرمختیا باید د یوه مشارکتی او ګډ پلان او تګلاری له مخی وي، چی پالیسی جوړوونکی، د پروګرامونو طراحان او لګښت کوونکی باید په شریکه په ټولو کچو کې په دې موضوع فکر وکړی او معقول تصمیم ونیسي.

۳. ښځې د اوبو د ساتنې او ډاډمنتیا په برخه کې لویه ونډه لري.

۴. اوبه د مصرف په ټولو ډولونو (څښلو، صنعت، کرنی …) کی اقتصادی ارزښت لری او باید د اقتصادی جنس په توګه وپيژندل شی.

د اوبو تر ټولو مهمه  استفاده ، د څښلو لپاره په هغو لاسبری water availability دی، چې دا له خمکې لاندی اکیویفر اویا د غرونو له  یخچالونو څخه ترلاسه کیږی. د اوبو جاری مطالعات ښکاره کوې چې یخچالونه مخ په ویلی کیدو دی او شمیر یې کم شوی دی. دوهم  مهم استعمال یې د کښت لپاردی د بوټو د جذب د توانایی له مخی اوبه په خاورو کی په دوه ډوله دی: لومړی هغه ډول اوبه چی بوټی یی نشی جذبولای، دوهم هغه اوبه چی بوټو ته د لاسرسی وړ دی. بوټی نشی کولای هغو ټولو اوبو څخه ګټه واخلی چی خاورو ته ورځي. دا چی د بوټی ریښی نشی کولای ځینی وخت اوبه جذب کړی دوه علتونه لری: لومړی دا چی زیاتره وخت د باران اوبه ډیر ژر د خاورو ډیرو کوزو برخو ته ننوځي. په تیر بیا په ګرمی کی او په شګلنو خاورو کی د اورښت اوبه ډیر لږ وخت کی د بوټو د ریښو د خپور والی له ساحی ښکته راځي او په دوه دری ورځو کی یی هیڅ نښی نه پاتی کیږی. هغه بل ډول اوبه چی ریښی یی نشی جذبولای هغه د ځمکی هغه نازکو طبقاتو کی خوندی دی او د خاورو کوچنیو ذراتو باندی ډیری کلکی نښتی، نو ریښی یی نشی جذبولای، د ونو او بوټو د مړاوی کیدو مهال هغه وخت رارسیږی چی ظاهراً دغه ډول اوبه په خاوره کی وی، خو د بوټي د استفادی وړ نه وی، نو اړ یاستو چې له ویالو او سیندونو یې اوبه کړو. دا پریکړه د سیندونو د اوبو په استعمال فشار راوړی. 

له بلې خوا د خوږو اوبو د ډنډونو او سیندونو د ککړتیا او کمښت له امله آن د اوبو الوتونکی  یا سمندري مرغان(seabirds )کم شوی دی او دا ویره شته چې د یو شمیر نومونه به د نړۍ سره کتاب ته ولیږدول شي. داهغه الوتونکی  دي چی د اوبو په چاپیریال کی ژوند کوی لکه بتکې، حسینی قاز، ډوبینکی، زاڼې او نور. دا د طبیعی منابعو او وحشی ژویو wild life په بحث کی یوه کمیابه منبع ده چی ځینی ډولونه یی د انقراض په حال کی دی، یعنې د یوې سرچینې (اوبو) په قلت سره بله قیمتی منبع هم له لاسه وځي. 

د رېیم استعمال یې د څاریو څښاک او صنعت کی دی. دغو ټولو بشریت (د اوبو ډیر ایستل water mining) واقعیت سره مخامخ کړ. دا هغه حالت دی چی تر ځمکی لاندی اوبه ډیری زیاتی راوایستل شی. یعنی د اوبو د تغذیی او برداشت توازن له منځه ولاړ شی. په دی حالت کی تر ځمکې لاندې اوبو زیرمې تشیږي.

د دې ستونزی د حل لپاره تر ځمکی لاندی د اوبو زیرمو مدیریت( aquifer management) کولو ته  اړتیا لرو، چی موخه یی د ځمکی لاندې اوبو د زیرمو بډای کول، بیرته ریچارج کول، مدیریت، له ککړتیا ساتل او له هغو څخه ښه استفاده کول دي. په هندوستان او پاکستان کی خلکو د اوبو د زیرمه کولو لپاره ډیمکاری (rain fed farming)  ته ملا تړلی چی د باران د اوبو د زیرمه کولو لپاره ډیمونه او غرنی تالابونه جوړیږی او د کال په اوږدو کی د باران په اوبو کښت ترسره کیږی. نورو هیوادو د اوبو د پاسره کولو لپاره قطره یی خړوبول drip/tricking irrigation د اوبو د اقتصادی لګښت په موخه بوټو ته د څاڅکو طریقه رواج کړی،  چې ونو او بوټوته اوبه د څاڅکو په بڼه رسول کیږی یا هم کروندی او باغونه د شیندلو په طریقه  sprinkler irrigation خړوبوي . ډیرو نورو هیوادونو انحرافی او ذخیروی بندونه جوړ کړی او خپل سیندونه یې راایسار کړي دي. امریکا د سیندونو اهمیت ته په کتنی سره  د دغې مهمې منبع د مدیریت لپاره په ۱۹۸۹م. کې یوه لویه اداره (national rivers authority یا NRA)جوړه کړه چې   په امریکا کی د اوبو ټول خدمات او علمی څیړنې ورپورې اړه لري او د اوبو د مدیریت له نورو ادارو سره په ګډه کار کوی. په  ایران کې مدیریت شیلات، پژوهش ابهای روزمینی،…په پاکستان کې WAPDAاو نور ادرات په همدې موضوعاتو کار کوی، هند هم دټول هیواد او هم د ایالتونو په کچه دې ساحه کې لوی ادرات او انستیتوتونه لری، خو بیا هم لویو اندیښنو سره مخامخ دي. 

لله الحمد  افغانستان دسیندونو شپږ حوزې لري(دولت رسماً پنځه حوزې معرفی کوی) چی پرته له موسمی سیندونو او خوړونو ۲۶ سیندونه  لری. دغه سیندونه د خپل ځوړ او ګړندیوالی له مخې بیساري دي. له بلې خوا زموږ د هیواد د اورښت اندازه هم ډیره بده  نده(که په منځنۍ توګه یې په کال کې ۲۵۰ میلیمتره ومنو)، تر راتلونکو ۳۰-۴۰ یا ۵۰کلونو به ان شاالله ډیره لویه ستونزه نه وي،  خو که د ځمکې لاندې اوبو دیسچارچ او استفاده دهغو دبیرته تغذیی او ریچارچ څخه پرته همداسې دوام ومومی او اوبه اقتصادی ماده نه کړو، ډیر ژربه لویی ستونزی سره  مخامخ شو. همدا اوس د هیواد ډیرو ښارونو او له هغی جملې په کابل ښار کې د اوبو د ناسم مدیریت او دې برخه کې د پالیسی او ستراتیژی دنشتوالی له امله د زیرزمینی اوبو د زیرمو کمښت احساس کیږي، خو د کرنې، دبریښنا د تولید او د زیرمو د پیاوړتیا لپاره یوې قوي برنامې، سنجول شوې ستراتیژي او علماً تنظیم شوې پالیسی ته ضرورت دی، هغه څه چې نه یې لرو !

افغانستان د اوبو لګولو او ملی سیندونو په ټولو (رسمی پینځو او زموږ د پیشنهاد له مخې شپږو) حوزو ( water shed/basin/tributaries)کې تخنیکی کار ته  اړتیا لري. 

د۱۳۹۸کال پسرلنی بارانونه تر نورو کلونو ښه وو، اما زموږ د وچکالی ستونزه یی پوره حل نه کړه. دهمدغه کال په د وږي میاشت کی په سیندونو کی د اوبو کمښت، په څاګانو کې د اوبو د کچې ټیټیدل او د چینو او کاریزونو د اوبو قلت ولیدل شو، علت دا و چی صرف د یوه کال پسرلنی او رښتونه د څو کلونو کم ورښتونه نشی جبرانولای، یعنی د زمکې لاندې زیرمی پوره چارچ ته اړتیا لري.  له بلې خوا څرګند حقیقیت په اثبات ورسید او هغه داچې:

تر څود اوبو منابع علماً مدیریت نشی، اورښتونه او سیلاوونه به خاوره وړی ، خو د اوبو د کمښت ستونزه به پرځای پاتی وی، نو بویه چی د اوبو مدیریت ته لومړیتوب ورکړو.

باید سییندونه او خپلی اوبه مدیریت او زیرزمینې زیرمې تغذیه شي. د بندونو او کانالونو کیندل لومړنی ضرورت دی.  باید دې برخه کې متخصص کادر وروزل شی، موږ هرکال ۱۲۰۰ شاخوا محصلان یواځې د حقوقو اوسیاسی څانګه کې بهر ته استوو، خو د هایدرولوژی او هایدرومتری برخه کی مو هیڅ پاملرنه نده کړی. موږ باید افغانستان کې د اوبو د رامنځته کیدو، حرکت، ویش،  روانو او ترځمکی لاندې اوبو ټول جریانات مطالعه کړو. دجګړو له لاسه ټپي او په سینه پروت افغانستان چې فاسدو او بی کفایته زورواکو یرغمل کړی، اوسنی وخت کی هیچا سره د ابو پر سر د تړون او قراردادونو او لابیګری وس او واک نه لری، د یوه توانمند اوقوی مرکزی دولت تر جوړیدو پورې باید له ګاونډیو سره  د خبرو او قرارداد له لاسلیک په کلکه ډډه وشی، که نه دا به وروسته د ګندمک له معاهدی دوهمه تیروتنه وي. اوبه مو آبرو ده. ملی شعور باید اوچت شی. باید د اوبو دمدیریت پروژې  تر کار لاندې ونیسو. دې برخه کې د هلمند د ناوې پروژه، نغلو او د ننګرهار د کانال پروژه  نمونوی او موفقه بیلګه ګرځیدای شی(سره له دی چې درېواړه ډیرې زړې دی او لومړنۍ یې بشپړه نشوه، دوهمه تکفیر او درېیمه یې بیرته ویجاړه شوه)، د هیواد جنوب کی د دوو نهرونو،  د کندهار د لویې ویالی پروژه، د نهرکریم پروژه، په شمال کی د اوبو لګولو یو شمیر پروژې چې له نن څخه ۳۰-۴۰ کاله پخوا تکمیل شوی الګو وګرځوو. دې وروستیو کې د سلما، کجکی ، مروارید، کامې بند، سلطان بند، کمال خان او بخش اباد بندونو خبرونه اوریدل کیږی، دا ټول پخوانی بندونه دی، خو د  شاتوت او شاه وعروس بندونه لږ څه نوې طرح ده چې صرف د کابل ښار د ځمکنیو زیرمو لپاره به اغیزمنې وی، حال دا چې د هیواد دټولو سیندونو په امتداد او بهیر کی دا ډول بندونه او زیرمی جوړیدای شي. دافغانستان دسیندونو یو عجیب خصوصیت دا دی چې هرو ۸-۱۲کیلومترو کې یو سرکوب ( په لازمې ارتفاع سره د کرنیزو زمکو د کانال دایستلو او دبریښنا دتوربین د ګرځولو لپاره د شرشرې دتشکیل امکان)  ورکولای شي. همدا اوس په نړۍ کې په سلو کې لس سیندونه په مصنوعی ډول او د تخنیکی کار په واسطه جوړ او د ابو د جریان د رهنمایی او کننترول لپاره استفادې لاندې دی، حال داچې د افغانستان د طبیعی سیندونو په سلو کې ۷۰-۷۵پورې اوبه بی استفادی وځي یا ډاګونو کې جذبیږی.

د دې په خاطر چې د اوبو پرسرله راتلونکو جنګونو څخه خوندي  پاتې شو، دسیندونو ترغاړې تږي ونه اوسو، آب مو خوندی او له رڼا برخمن اوسو، نو باید له همدې اوسه دې برخه کی کار وکړو.  د اوبو پر سر جنګونه د تورې، توپ او توپک جنګونه نه دی، بلکې دا د ثواب تر نوم لاندې هغه تباه کوونکی جنګونه دی چې د زیربنایی پروژو له منځه وړل، د عامه افکارو منحرفول، سیاسی رشوت ورکول، ګوډاګی په ګدۍ کینول او د تعصباتو، خرافاتو، فساد، مخدراتو، قاچاق او نورو خورول یې یوه برخه ده، نو افغانان چې په توره او ټوپک کې ډیر زړور اوتکړه دی، خو په دا دوهم ډول جګړه کې بیا تر ټولو بی زړه او ناکام دی. د اوبو په شان مهم مسایل، د کرنیزو زمکو خړوبول، دچاپیریال ساتنې موضوعات، د اقتصادی ودې لار هوارول، تکنالوژي عامول، غذایی مصئونیت ته رسیدل ، انسانی عالی سجایا روزل اوتعلیم اوچتول، مدنی او فرهنګی متعالی ارزښتونه ځلول، په نړیواله کچه د هیواد دخپلواک پرستیژ اوچت ساتل، دعامه خدماتو ښه کول او دې ته ورته  لوی تدابیرد منځنیو پیړیو د دوران په حاکمیتونو نشی کیدای، دغه لوی تدابیر د یوویشتمې پیړۍ حکومتولي او خدمتګار دولت غواړي، چې د اوبو مدیریت یې یوه دنده ده.


پوهاند محمدبشیر دودیال

 د افغانستان د پوهانو او متخصصانو ټولنه- مجمع دانشمندان و متخصصان افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *