تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۸مه: د تخار ولایتي چارواکي وايي، د دې ولایت پر خواجه غار ولسوالۍ یې د طالبانو خونړی برید مات کړی دی.
د تخار د والي ویاند جواد هجري تاند ته نن سهار په یو ټلیفوني تماس کې وویل، طالبانو بیګاه شپه د خواجه غار د سقوط لپاره پراخ بریدونه وکړل چې تر سهاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا له ماتې سره مخ شول: (( طالبان اوس له خواجه غار څخه شړل شوي او وضعیت بیرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.))
نوموړي هغه اوازې په کلکه رد کړې چې ګواکې خواجه غار ولسوالی سقوط شوې ده.
د ښاغلي هجري په خبره، طالبانو له یوې میاشتې راهیسې درې ځله د خواجه غار ولسوالۍ د نیولو لپاره لوی بریدونه وکړل او دغه راز یې لویې وړې نښتې هم کړې دي مګر بریالي شوي نه دي: (( په دې نښتو کې ۲۰۰ طالبان وژل شوي.))
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر رسنیو بیا د خواجه غار د ولسوال محمد عمر له قوله راپورونه ورکړي چې له تېرې شپې راهیسې پر خواجه غار ولسوالۍ د طالبانو جګړه لا هم روانه ده.
رسنیو د ښاغلي عمر له قوله د خواجه غار په بیګانۍ جګړه کې د دوه امنیتي سرتېرو د وژل کېدو او طالبانو ته د درنو تلفاتو اړولو خبره هم کړېده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیا تاند ته په یو استولي پیغام کې ادعا کړې ده چې خواجه غار ولسوالۍ د دوی لاس ته غورځېدلې ده.