پاکستاني سياستوال وايي، د ملا فضل الله له ټاکنې سره، حکومت يې وېرېدلی چې د طالبانو پروژه په مکمل ډول د دوی له اختياره د امريکا لاس ته لوېدلې ده.
فضل الله چې له دريو کلونو راهيسې په سوات، چترال، کنړونو، نورستان او بدخشان کې جنګېدلی، په يوه وخت د افغانستان په شمال او هم د پاکستان پنجاب ته د استخباراتي جګړې د پراختيا دنده ورسپارل شوې ده.
د ترهګرو په ملاتړ جګړه کې ټپي شوی فضل الله په ۲۰۱۰ کال په باګرام کې تداوي شو، خو بېرته د سوات شنې درې ته په ډراماتيک ډول ورسېد.
د ډيورنډ پولې په ختيځو څنډو طالبان له پيکاوو او راکټونو سره په تېز رفتاره موټرونو کې ګرمې ګزمې کوي، دوی شپه مهال سرلوي له يوه ځايه بل ځای ته ځي، کليوال يې ننداره کوي، له وضعيت نه داسې ښکاري، چې هغوی کوم کار رالنډ کړی او ښايي نن يا سبا کار پای ته رسېږي. طالبان د پخوا په نسبت زيات شوي او له کليوالو سره خبرو ته وخت او علاقه نلري. دغه فضا د مسيد اسطوروي قوماندان له مرګ سره نوره هم توده شوه. د مسيد مرګ د طالبانو د قهر جهت بدل کړی دی اوګومان کېږي پاکستان له امريکا سره د مسيد په مرګ کې په مرسته يا مجبورۍ کې طالبان وبايلل.
ځايي خبريالان، چې د ملا فضل الله له ملګرو سره اړيکي لري وايي، پخوا تر دې چې حکيم الله مسيد و وژل شي د ملا فضل الله دنده غځېدلې وه، ده تر پنجابه له چريکي ګروپونو سره روابط منظم کړي وو.
ځايي خبريالان وايي، فضل الله د پاکستان او افغانستان په نامه جګړې ته توجه نلري، ده ته اهميت لري، چې په لويه سيمه کې جنګ وکړي، ښايي ډېره پراخه جګړه چې تر منځنۍ اسيا او کراچۍ يې پولې غځېدلې وي. د دوی په خبره فضل الله انتقامي جنګيالی ندی، د پروګرام پر بنسټ جنګ کوي.
د چترال او بدخشان ترمنځ په وروستيو دوو کلونو کې د اورپکو تګ راتګ او بريدونه زيات شوي دي، په دې بريدونو کې له اکثرو سره يې د ملا فضل الله د ملګرو تړاو ثابت شوی دی.
پاکستان د ملا فضل الله د اقتدار په پراختيا له وړاندې اندېښنې په ډاګه کړې وې، له همدې کبله دولتي مرکچيانو هڅه کوله د فضل الله له طالب حريفانو سره پټې خبرې او جوړجاړي ته دوام ورکړي، خو د مسيد مرګ دا معادله اپوټه کړه.
ځايي شنونکي وايي، فضل الله له پاکستان سره هېڅ ډول خبرو ته لېواله ندی، خو بل لور ته په افغانستان کې هم د فضل الله ملګري د طالبانو په ليکو کې تر ټولو سخت دريځي دي، د دوی زياتره يې د لارې په سر محاکمو په تطبيق مشهور دي او ډېری موټر چلوونکي او د واکسيناسيون کارکوونکي يې د جاسوسانو په تور وژلي دي.
په پاکستان کې د حکومت منتقدين وايي، فضل الله له ۲۰۱۰ راهيسې له امريکايانو سره اړيکي لرلې او دغه سلسله په باګرام کې د فضل الله له تداوۍ سره پخه شوه. د دوی په باور پاکستان نور نو طالبان له لاسه ورکړي دي او له همدې کبله په پاکستان کې د ترهګرۍ د چټکې پراختيا وېره شته.
شنونکي وايي، له دغې جګړې افغانستان ته هم زيان رسېدای شي او ښايي فضل الله د ملا عمر په شان په نوموتي، اما د کلونو لپاره له پاکستان څخه په ورک قهرمان بدل شي.