تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۸مه: د ټاکنو کمیسیون وايي، لویدیځو او جنوبي ولایتونو ته یې د ټاکنیزو حساسو موادو د لېږد پروسه بشپړه کړه.
کمیسیون د ټاکنیزو موادو انتقالاتو چارې د سنبلې په اتمه پیل کړې وې او زیاته کړې یې ده چې دا چاره به د سنبلې تر ۳۰مې دوام وکړي.
د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالعزیز اریايي تاند ته وویل، دمګړۍ غربي او جنوبي ولایتونو ته د توکو لېږد بشپړ شوی او نن ختیځو ولایتونو ته د ټاکنیزو حساسو موادو لېږد پیل شوی دی: (( شمالي ولایتونو ته به د توکو لېږد څو ورځې وروسته پیل شي. یو لړ امنیتي ستونزې هم شته خو امنیتي چارواکو د همکار ډاډ راکړی دی، مو ټول کارونه د سنبلې تر ۳۰مې پورې تکمیلوو.))
نوموړي زیات کړه، د ولایتونو له مرکزونو څخه به ولسوالیو او مرکزونو ته د توکو انتقالات د میزان له لومړۍ نیټې تر پنځمې پورې وشي: (( موږ ۵۳۰۰ مرکزونه تثبیت کړي دي چې یوازې ۳۰۰ یا ۴۰۰ مرکزونو کې به رایه اچونه ونه شي.))
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنې د راروانې میزان میاشتې په ۶مه ترسره شي.
سږکال ټاکنو ته ۱۷ کسان نوماندان دي چې د حنیف اتمر او نورالله جلیلي ټاکنیز ټیمونو ورته سر له اوسه یو، یو مرستیال له لاسه ورکړی دی.
د حنیف اتمر دویم مرستیال محمد محقق له عبدالله سره یو ځای شوی او د نورالله جلیلي لومړي مرستیال خلیل رومان د ناروغۍ له امله استعفی ورکړې ده.