تاند(دوشنبه، د سنبلې۱۸) هند بالاخره پرون (یکشنبه) د خپلې بې درکه شوې سپوږمکۍ څرک ولګاوه.
د دې هندي سپوږمکۍ ارتباط له فضايي تمځي سره تماس د شنبې په ورځ پرې شوی و او اوس هم هڅه کېږي چې له فضايي تمځي سره د سپوږمکۍ ارتباط ټینګ شي.
هند دا سپوږمکۍ د جولای په میاشت کې له ټاکلي وخت یوه اوونۍ په ځنډ د سپوږمۍ جنوبي قطب ته ولېږله.
له پروګرام سره سم هندي ستوربېړۍ د جمعې په ورځ یا د د شنبې په ورځ له ۳۸۴۰۰۰ کیلومتره مزل او ۴۸ ورځو وروسته سپوږمۍ ته باید رسېدلی وای.
دا لومړی ځل دی چې د هند ستوربېړۍ سپوږمۍ ته استول کېږي.
ټاکل شوې ده چې هندي ستوربېړۍ د سپوږمۍ جنوبي قطب ته نژدې کښته شي. حاضردمه د سپوږمۍ په دې برخه کې هیڅ اکتشافي عملیات نه دي شوي.