امرالله صالح

تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۸مه: د ملي امنیت پخوانی مشر او د دولت ساز ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د امریکا په شمول هیڅ هیواد نه شي کولی چې د افغانستان د ګټو استازیتوب وکړي.

ښاغلي صالح نن په بلخ کې یوې کمپایني غونډې ته په وینا کې ویلي، حکومت په هیڅ صورت د سولې د هوکړې په تړاو د امریکا فشارونو غاړه کېنښوده.

ښاغلي صالح خوښي ښودلې چې د افغانستان ستر ستراتیژیک او اقتصادي ملګري امریکا د افغانستان د رسمي دولت ملاتړ کړی او ټاکنې به ترسره کېږي.

ښاغلي صالح تر دې یوه ورځ وړاندې خپلې کمپایني غونډې ته په وینا کې ویلي وو افغانان چمتو دي چې سل کاله نوره قرباني هم ورکړي خو طالبانو ته د تسلیمۍ ذلت به ونه مني.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې میزان میاشتې په ۶مه ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *