تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۸مه: شپیګل مجلې د د جرمني د پولیسو فډرالي ادارې د چارواکو له قوله ویلي، په کابل کې د جرمنیانو لخوا د پولیس افسرانو روزنه د ګرین ویلیج پر کمپ د طالبانو له برید وروسته درول شوې ده.

 شپیګل مجلې ویلي، جرمني په دغه کمپ کې دېره خپل وګړي تر ډېره له افغانستانه ایستلي دي او په افغانستان کې مېشت خپل سرتېري یې تر ډېره مزار شریف ته لېږدولي دي.

 د راپور په حواله جرمني اوسمهال خپل ډېر کم کارمندان په کابل کې ساتلي، خو هغوی یې هم د کابل هوايي ډګر یو کمپ ته لېږدولي دي، چې له کبله یې د المانیانو لخوا د افغان پولیس افسرانو د روزنې بهیر هم درېدلی دی.

د تېرې دوشنبې په ورځ د کابل پر ګرین ویلیج کمپ د طالبانو موټر بم برید کې ۱۶کسان ووژل شول او ۱۱۹ نور ټپیان شول چې سرچینو وروسته وویل، په وژل شویو کسانو کې ۵ نیپالیان او دوه بریټانویان هم شامل وو، دغه راز د رومانیا ځینې ډیپلوماټان هم په برید کې ووژل شول چې د ټولو مړو او ټپیانو شمېر یې ۲۵ تنو ته رسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *