تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۹مه: د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر ډک چیني لور او د امریکا د استازو د جرګې غړې لیز چیني وايي، ټرمپ له طالبانو سره د سولې د هوکړې په لغوه کولو ثابته کړه چې نوموړی د اوباما تېروتنې تکرارول نه غواړي.
اغلې لیز چیني د ټرمپ پرېکړه ستایلې او زیاته کړې یې ده چې ټرمپ په دوام دار ډول غواړي چې له بدو معامله ګریو ځان وساتي: (( ټرمپ هغه ولسمشر دی چې خپله وړتیا یې وښوده او اجازه یې ورنکړه چې له امریکا څخه څوک استفاده جويي وکړي.))
لیز چیني دغه راز زیاته کړې چې ټرمپ دا هم ثابته کړه چې طالبان نه شي کولی د سولې پروسې ته راګډ شي او امریکا هلته خپل امنیت خراب کړي: (( اصلن ټرمپ د اوباما تجربې نه تکراروي، نه غواړي داسې خلا پرېږدي چې هلته دښمنان د راټولېدو توان پیدا کړي او موږ شاته راشو، طالبانو تر اوسه له القاعدې سره اړیکه نه ده پرې کړې، پر طالبانو هیڅ باور نشي کېدای.))
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ وړمه ورځ له طالبانو سره د سولې خبرې وځنډولې مګر تېر ماښام یې تازه ټویټونو کې دا خبرې لغوه شوې اعلان کړې چې له کبله یې طالبانو حیرانتیا ښودلې ده.
ټرمپ ویلي، طالبان د یوې معنا دارې هوکړې توان او وړتیا نه لري.