تاند- (سې شنبه، د سنبلې ۱۹) راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو په تخار ولایت کې دوې ولسوالۍ نیولي دي.

طالبانو تر دې مخکې په کندوز او بغلان کې هم د لنډ وخت لپاره دوې ولسوالۍ نیولې وې خو ژر یې له لاسه ورکړې.

درقد وروستۍ ولسوالي ده چې یو وار بیا د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

دا ولسوالي وړم کال هم طالبانو نیولې وه. درقد د طالبانو لپاره زیات ستراتیژیک اهمیت لري. دا ولسوالي، چې د امو سین په منځ کې پرته ده، طالبانو ته لار پرانیزي چې د تاجکستان له لارې له روسانو سره مستقیم تماس ولري.

د تخار د والي ویندوی جواد هجري د طالبانو لاس ته د درقد د لوېدو خبر تایید کړ.

تر درقد وړاندې طالبانو د تخار ینګي قلعه ولسوالي له درنې جګړې وروسته ونیوله.

د تخار د والي ویندوی وايي، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې دا ولسوالي بېرته ونیسي.

محمد جواد هجري وايي، د ولایت له مرکز تالقان څخه کومکي ځواک د ینګي قلعه په لور خوځېدلی دی.

ده ادعا وکړه چې د ینګي قلعه ولسوالي پر سر په جګړه کې ۲۸ طالبان وژل شوي دي.

هجري وايي، امنیتي ځواکونه په موقتي ډول له ینګي قلعه څخه د دې لپاره وتلي چې ملکیان ډېر زیانمن نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *