تاند (سې شنبه، د سنبلې ۲۰) اپل کمپنۍ به نن (د سپټمبر په ۱۰ مه) خپل نوی ایفون 11 نندارې ته وړاندې کړي.
د اپل له بلنیکه داسې ښکاري چې نوي ایفونونه به ۵ رنګه وي.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د ایفون نوی ماډل به په سټیو جایز تالار کې نندارې ته کېښودل شي.
د ایفون له لوري په دې مراسمو کې ګډونوالو ته د استول شوي بلنلیک په نښان کې ۵ موبایلونه چاپ شوي چې هر یې بېل رنګ لري.
زرغون، شین، ژېړ، سور او ارغواني هغه رنګونه دي چې غالباً به یې نوي (XR) ایفونونه لري.
خو مېل ورځپاڼې پرون (سې شنبه) په ۳ رنګونو طلايي، کریمي او تور ښودلی دی.
تراوسه څرګنده نه ده چې د اپل نوي ایفونونه به دقیقاً څه نومېږي خو ویل کېږي چې ښايي د نویو ورژنونو نومونه به یې ایفون ۱۱، ایفون ۱۱ پرو، او ایفون ۱۱ پرو میکس وي.
دا هم ویل شوي چې بې سیمه به چارجېږي خو بلومبرګ وايي چې په وایرلیس چارج او فیچرونو کې ځینې ستونزې لري.