تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۹مه: په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان وايي، پر طالبانو د عملیاتو زیاتول د افغانانو د خوندیتوب لپاره اړین دي.
جنرال سکاټ مېلر وايي، امریکا که له یوې خوا د سولې لپاره هڅې کوي له بل لوري نظامي عملیات هم یوه مهمه اړتیا بولي.
نوموړی چې طالبانو ته د ټرمپ له ګواښ وروسته نن له خپل ملکي استازي نیکولاسکي سره کندهار ته تللی وو، ځايي چارواکو ته یې له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی: (( موږ ټول سولې ته ژمن یوو، ځکه دا د افغانانو غوښتنه ده، مګر څرنګه چې سولې ته کار کوو، اړتیا ده چې د افغانانو د خوندیتوب لپاره عملیات هم وکړو.))
له مېلر سره کندهار ته تللی د ناټو ملکي استازی نیکولاسکي بیا وايي، د ناټو هدف دا دی چې له افغانستان څخه پر نړۍ د ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي: (( ناټو له افغان ځواکونو څخه ملاتړ ته ژمنه ده، موږ د سولې د شرایطو په برابرولو باور لرو، ځکه سیاسي حل ته زیاته اړتیا ده، خو ورسره د افغان ځواکونو ملاتړ ځکه کوو چې دغه هېواد کې د ترهګرۍ مخه ونیسو.))
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې طالبانو هم د سولې د خبرو په تودېدو سره د افغانستان پر دریو لویو ښارونو او ۱۶ ولسوالیو بریدونه زیات کړي دي، چې افغان ځواکونو یې ګڼې حملې شاتې تمبولې دي.