تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۲۰مه: تېره شپه ناوخته د امریکا په سفارت کې د سپټامبر د یوولسمې د بریدونو د ۱۸مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو توغندیز برید شوی خو ویل کېږي چې دغه برید هیڅ تلفات نه دي اړولي.
د امریکا سفارت او ناټو قومندانۍ چې دواړه څنګ په څنګ پراته دي، له برید یو ساعت وروسته یې ویلي چې توغندی د مراسمو ځای ته نږدې لګېدلی خو هیچا ته په مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د پېښې له ځایه تر ډېره وخته دودونه ختل.
د توغندي د ویشتلو پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو دا برید وروسته له هغې شوی چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره مذاکرات پای ته رسېدلي اعلان کړل او زیاته یې کړه دا ډله د یوې مهمې هوکړې وړتیا نه لري.