خبرپاڼه

نيټه ١٩،٨،١٣٩٢

کندهار افغانستان ـ دکندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي د ملي امنيت د خاصو ځواکونو له خوا يو تن طالب قوماندان ونيول سو.

د وسلوالو طالبانو  ياد قوماندان په لومړنيو تحقيقاتو کي په خپلو ټولو جرمونو اعتراف کړی او ځان يې د وسلوالو طالبانو د دوولس کسيزي ډلي مشر او قوماندان معرفي کړی.

بل خوا د کندهار په ميوند ولسوالۍ کي د امنيتي ځواکونو له خوا دوه ماينونه چي د يادې ولسوالۍ په بازار کي د وسلوالو طالبانو له خوا ځای پر ځای سوي وو، کشف او له منځه وړل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *