تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۲۰مه: امریکا د ۱۱م سپټمبر د اتلسمې کلیزې په رارسېدو د پاکستاني طالبانو د مشر نورولي محسود په ګډون ۱۳ نړیوال ترهګر تورلیست ته واچول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نوي تور لیست کې راغلي دا ۱۳ کسان د داعش، حزب الله، حماس، د فلسطین اسلامي جهاد او ټي ټي پي مشران او مهم کسان دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نوي تور لیست کې د حماس عزالدین قسام څانګې مرستیال مروان عیسی، د فلسطین اسلامي جهاد ډلې مرستیال جنرال محمد الهندي او د القدس څانګې قومندان بها عبدالعطا، د حزب الله ۴ مشران کاراکي، محمد حیدر، فواد شاکر او ابراهیم عاقل، د داعش ډلې ۳ مشران حاجي تیسر، ابوعبدالله ابن عمر البرناوي او حاطب حاجان سواد جان، د ټي ټي پي د مشر نورولي محسود او د القاعده شبکې حراس الدین او فاروق السوري نومونه شامل شوي دي.
دغه راز د امریکا مالیې وزارت هم په داعش، القاعدې، حماس او سپاه پاسدارانو اړوند ۱۵ کسان ترهګر یاد کړي او بندیزونه یې پرې لګولي دي.
د امریکا حکومت ویلي، له نوي تور لیست نشرولو څخه یې موخه دا ده چې د ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي او له دې وروسته به د دغو ټولو یادو شویو کسانو ټوله پانګه او جایدادونه کنګل کوي او خلک به له دغو کسانو سره له راکړې ورکړې څخه منع کوي.
د امریکا اوسني کارونه ټول د پاکستان شرطونه دی چی د افغانستان بدل کی یې غواړي!ا