وړمه ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کابل ښار په شش درک سیمه کې د طالبانو تر ځانمرګي برید وروسته چې پکې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي وو په غبرګون د طالبانو له مشرانو سره لیدنه لغوه کړه او په دوحه کې یې د سولې خبرې ودرولې. په پام کې وه ښاغلی ټرمپ د یکشنبې په ورځ د امریکا په کمپ ډېوېډ کې د طالبانو له مهمو مشرانو او ولسمشر اشرف غني سره وویني. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم ویلي دي چې امریکا به پر طالبانو بریدونو ته دوام ورکړي او د هغه په خبره یوازې په تېرو ۱۰ ورځو کې تر ۱۰۰۰ زیات طالبان په جګړو کې وژل شوي دي.  طالبانو بیا په غبرګون کې ویلي دي” د امریکا د ولسمشر دغه پرېکړه به تر هر چا ډېر تاوان په خپله امریکا ته واړوي، اعتبار به‌ یې زیانمن کړي، مالي او ځاني تلفات به يې ډېر او په سیاسي تعامل کې به د امریکا رول متزلزل وښيي.”

امریکا دا وئیلي دي چې دوې به هغه وخت بیا د طالبانو سره خبرې پیل کړي چې طالبان اوربند اعلان کړي او بین افغاني مزاکراتو ته غاړه کیږدي.

زما په نظر، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې پروسه له پیل څخه د ډیرو تیروتنو نه ډکه وه. چې ځنې تیروتنې یې په لاندې ډول ذکر کوم:

  • طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغان حکومت نه دخیلول
  • د سولې پروسه کې طالب په ډېر لوړ موقف منل
  • د سولې پروسه کې د پاکستان نه د مرستې تمه درلودل

د امریکا لومړۍ او ډیره غټه تیروتنه دا وه، چې د طالبانو سره یې د سولې خبرو کې افغان حکومت دخیل نکړو او خپله یې مستقمآ طالبانو سره خبرې پيل کړې.  چې پدې کار سره یې د طالبانو هغه دریځ چې ګواکې افغان حکومت د امریکا یو لاسپوڅی حکومت دی او د طالبانو لپاره کوم مشروعیت نلري، نور هم پیاوړی کړو. خو طالبان په خپل دریځ هغه وخت شکمن شول چې کله امریکا ونتوانیدله چې د سولې د خبرو په نتیجه کې دوي ته د افغانستان واک وسپاري. هغه ځکه چې د افغانستان واک يواځې او یواځې د افغان ولس په لاس کې دی کوم چې ولس د ټاکنو له لارې انتخابوي.

د امریکا بله لویه تیروتنه د سولې پروسه کې طالب په ډیر لوړ موقف منل و. د طالبانو له لورې په تیرو دوه لسیزو کې د ولس وژنه، په جوماتونو کې ځانمرګي او د ښوونځیو سوځول د افغانانو په زړونو کې د طالبانو لپاره کرکه پیدا کړې چې دا خپله د طالبانو لپاره یوه لویه ناکامي ده. بل لور ته د افغان ملي امنیتي ځواکونو پر وړاندې هم طالبان پاتې راغلي خو کله چې امریکا د طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې نو په ډیر لوړ موقف يې ومنل، چې پدې کار سره د طالبانو مورال ډیر لوړ شو چې دا خپله د امریکا یوه تیروتنه وه او ویلی شو، چې دا يې تر ټولو ستره تیروتنه وه.

امریکا داسې فکر کاوه چې پاکستان به دوي سره د سولې پروسه کې مرسته وکړي ځکه چې طالبان تر اوسه د پاکستان له لوري تمویل او حمایه کېږي، ولې دا ثابته ده، چې پاکستان کله هم افغانستان کې سولې ته لیواله ندی. پاکستان تل طالب د خپلې ګټې لپاره کارولی دی. او کله چې یې ترې مطلب پوره شوی نو بیا یې هم د خپلو ګټو لپاره قربان کړی دی. چې یو بیلګه یې دا وه چې د طالب حکومت خلاف یې امریکا ته خپلې پوځي اډې ورکړې.

پاکستان اوس هم د سولې پروسه کې خپلې ګټې لټوي او هیڅ کله به طالب داسې سولې ته پرینږدي چې د ‎دوي ګټې پکې تر پښو لاندې شي، ځکه خو چې کله طالبانو د افغان حکومت سره درې ورځنۍ اوربند اعلان کړو نو په بدل کې پاکستان ته امریکا د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله وواژه. د ملا فضل الله په وژل کیدو سره پاکستاني طالبان ډیر کمزوري شول.

پاکستان تل د امریکا سره د طالبانو په اړه دوه مخی سیاست کړی دی. له یوې خوا یې امریکا ته په افغانستان کې د طالب سره د سولې پروسه کې د مرستې ډاډ ورکړی خو له بلې خوا یې تل طالب په افغانستان کې جنګ لپاره هڅولی او مرسته یې ورسره کړې. خو امریکا هر ځل د پاکستان د دې دوه مخي سیاست ښکار شوې او په پاکستان یې باور کړی دی.


جلال شمس د افغان ملت ګوند د ڼړیوالو اړیکو مسئوول دی، او اوس مهال په ارګ(جمهوري ریاست) کې په یو اقتصادي کمیسیون کې دنده لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *