ټرمپ

تاند- تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۲۰مه: د امریکا ولسمشر ټرمپ د سپټمبر د یوولسمې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې طالبانو ته یو وار بیا ګواښ کړی چې سخت بریدونه به پرې جاري وساتي، خو که امریکا ته یې ګواښ متوجه کړ، داسې کار به ورسره وکړي چې تر اوسه یې دوی په اړه فکر هم نه وي کړی.

ده افغان طالبانو ته تازه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د دې ډلې پر ضد بریدونه به دوام وکړي.

ولسمشر ټرمپ د ۲۰۰۱ د سپټمبر د ۱۱ د حملو په یادغونډه کې وویل«موږ څو ورځې پخوا د سولې د خبرو نېټه ټاکلې وه. ما هغه مهال دا خبرې فسخه کړې چې پوی شوم چې دوی د پورتوریکو یو ستر سرتېری او ۱۱ نور بېګناه انسانان وژلي دي.»

د ده اشاره د کابل د پنجشنبې د ورځې حملې ته وه.

ښاغلي ټرمپ همداراز وویل«په وروستیو ۴ ورځو کې موږ خپل دښمن تر بل هر وخت زیات ځپلی او دا کار (ځپنه) به دوام وکړي.»

ده دا هم وویل«که دوی په هر علت بیا زموږ هیواد ته راشي، موږ به هر هغه ځای ته پسې لاړ شو چې دوی هلته وي او له هغې قوې څخه به د دوی پر ضد کار واخلو چې امریکا تر دې پخوا هیڅکله نه ده استعمال کړې. زه حتي د اتومي قوې خبره نه کوم. دوی به هیڅکله داسې شی، چې موږ به یې پر ضد وکاروو، نه وي لیدلی.»

 ټرمپ په خپلو خبرو کې له طالبانو سره خبرې یو وار بیا ختمې شوې یادې کړې دي.

ټرمپ د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ له طالبانو سره د سولې خبرې، چې وروستي پړاو ته نژدې شوې وې، پای ته ورسولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *