تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۲۰مه: د سپټمبر د بریدونو د اتلسمې کلیزې سره سم د القاعده مشر ایمن الظواهري پر مسلمانانو غږ کړی چې پر امریکا، اروپا، اسراييلو او روسیې بریدونه ترسره کړي.
نوموړي د القاعده شبکې د رسنۍ صحاب له لارې په یوه خپره کړې ویډیو کې هغه جهادیان غندلي دي چې د سپټامبر د یوولسمې برید یې نه ستایلی یا یې په زندان کې دده په اند فکر اړول شوی او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې ګواکې ملکيان وژل شوي وو.
نوموړي پر جهادیانو غږ کړی دی چې د امریکا، اسراييلواو غربي ګټو په اهدافو دې سخت بریدونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ۱۸ کاله وړاندې د القاعدې ۱۹ غړو د امریکا ۴ الوتکې وتښتولې، دوه یې د نیویارک پر نړیوالو سوداګریزو مرکزونو وخېژولې، یوه پنټاګون سره ولویده او بله یې په پنسلوانیا کې هدف ته له رسېدو وړاندې نسکوره شوه، په دغو بریدونو کې د امریکا له ۳ زرو زیات وګړي ووژل شول.
له هغې وروسته امریکا په القاعدې شبکې پسې عملیات پیل کړل او افغانستان کې د جګړې له پيلولو لس کاله وروسته یې په ۲۰۱۱ کال د القاعدې مشر اسامه بن لادن ایبټ اباد کې وواژه.
خو اوس له همغه وخته د القاعدې مشري د ۶۷ کلن ایمن الظواهري پر غاړه ده، چې امریکا د ظواهري سره په څنګ کې د داعش په مشر ابوبکر البغدادي ۲۵ میلیونه ډالر انعام ایښی دی.
القاعده یوه استعماری او همدارنګه یوه استحماری پروژه ده چی همیشه ئې د مظلوم بشریت په ضرر او د استعمارګرانو د هیلو او ګټو مطابق کړنی تر سره کړی دی