تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۰مه: د مصر یوې محکمې د اخوان المسلیمین ډلې ۱۱ مشران غړي حماس جنګي ډلې ته د جاسوسۍ په جرم په عمري قید محکوم کړل.
د فرانس پریس اژانس له قوله په عمري بند محکومو شویو دغو ۱۱ اخواني مشرانو کې تر ټولو مهم یې مرشد عام محمد بدیع او د هغه مرستیال خیرت الشاطر هم شامل دی.
عمري زندان په مصر کې ۲۵ کاله دی، خو له دې سره په څنګ کې د اخوان المسلمین ۵ نور غړي هم محاکمه شوي دي چې هر یو ته یې له ۷ څخه تر ۱۰ کلونو پورې د زندا تېرولو سزا اورول شوې ده، خو شپږ نور یې بیا خوشې کړای شوي دي.
سرچینو فرانس پریس ته ویلي، چې په دغو محاکمه شویو کسانو فلسطینۍ ډلې حماس او د لبنان حزب الله ډلې ته د جاسوسۍ تورونه وو.
حماس او لبنان ته د جاسوسۍ تورونه په لومړیو کې د مصر پر پخواني ولسمشر محمد مرسي هم لګېدلي وو، خو هغه د همدې دوسیې په لومړیو کې د محکمې په تالار کې راوغورځېد او ومړ.
اخوان المسلمین له ډېرې اوږدې مبارزې وروسته د ۲۰۱۲ کال د جون په ۳۰مه د محمد مرسي په مشرۍ د مصر واک ته ورسېدل، خو یو کال وروسته پوځي مشرانو د ۲۱۳ کال د جولای په ۳مه د دوی د واک تخته واړوله.