تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۱مه: د بغلان د جګړې د ۱۲ ورځو په تېرېدو د کابل او نهو شمالي ولایتونو تر منځ لویه لار لا هم په دوشي او کېله ګي سیمو کې تړلې ده.
د بغلان ولایتي چارواکي تاییدوي چې د دغې لارې د تصفیې او ترې د طالبانو د شاته کولو لپاره هیڅ ډول عملیات تر اوسه نه دي شوي.
هغه ځانګړي ځواکونه چې په دغه لار د طالبانو ضد عملیاتو پیلولو لپاره رسېدلي دي، مشران یې وايي دوی د مرکز امر ته په تمه دي تر څو خپل عملیات پیل کړي.
بلخوا په دغه لاره کې له ۱۱ ورځو راهیسې بند پاتې مساپر هم شکایت کوي چې حکومت د لارې په خلاصولو کې ناغېړي کړې ده.
طالبانو یوولس ورځې وړاندې د بغلان پر پلخمري ښار بریدونه وکړل او امنیتي ځواکونو په یوه ورځ کې شاته کړل، خو ویل کېږي چې لا هم طالبان په کېله ګي او دوشي سیمو کې د لارې سر ته راوځي، پاټکونه یې اچولي او مساپرو ته ستونزې جوړوي.