د جمهور ریس ټرمپ او د هغه د ملي امنيت سلاکار جان بولټن (John Bolton) اړېکې له هغه لومړيو ترينګلې وې. دوی دواړه به ډيری وخت ښکر په ښکر کيدل او په بهرنۍ پاليسې باندي يې يو له بل سره توپير او مخالفت در لود.
کولای شو ووايو چې د دوی دواړو ترمنځ په دې هکله کومه مشترکه وجهه نه وه.
د بهرنۍ پاليسې په اړوند په تيره بيا د ايران، شمالي کوريا، سوريه او افغانستان په هکله جان بولټن ډير سخت دريځ درلود. هغه په مذاکره او خبرو اترو باور نه درلود يوازې جګړه او تيری يې د حل ليار بلله.
د افغانستان د سولې د مذاکرې سره يې مخالفت کاوه د طالبانو سره خبرې او کيمپ ديويد ته د هغوی د رابللو سخت مخالف وو. او همدا د ټرمپ او بولټن د نظرونو د تناقض آخرنۍ بېلګه وه.
ډير کوښښ يي وکړ چې پر ايران پوځي يرغل وشي، په تېره بيا هغه وخت چې ايران د امريکا بي پيلوټه الوتکه رانسکوره کړه.
بولټن په منځني ختيځ کې د سولې او ثبات طرفدار نه وو. نوموړی سر سخت اسرائيلي پلوی وو.
ټرمپ، بولټن جګړه غوښتونکی او جګړه بله ونکی وباله. ځينو همکارانو د دې وېره درلوده چې دا سختدریځه سلاکار به ټرمپ په ډيرو ژورو جګړه ئيزو ناخوالو کې راښکيل کړي، په تېره بيا په منځني ختیځ کې.
ټرمپ او بولټن دواړو د ايران د هستوي تړون څخه پر وتلو ګډ موقف او نظر درلود همدارنګه له اروپايي اتحاديي څخه د بريتانيا د وتلو(Brexit) په هکله.
بولټن دبهرنيو چارو وزير مايک پامپييو (Mike pompeo) سره هم، همنظره نه وو، د منځني ختیځ په اړه په کل کې او په تيره بيا د افغانستان د سولې په هکله د خبرو اترو سره او غوښتل يي چې پامپييو د ده (بولټن) ملحوظات او غوښتنې په نظر کې ونيسې.
په پايله کې د سې شنبه په ورځ د سيپټمبر لسمه نېټه ډونالد ټرمپ دغه جنجالي او جګړه غوښتونکی سلاکار (بولټن) له دندې ګوښه کړ.
ټرمپ په دريو کالونو کې درې سلا کاران له دندې ګوښه کړل او راتلونکی به څلورم سلاکار وي.
باخبرې سرچېنې دا هم وايي چې جان بولټن د دوشنبې په ورځ د ټرمپ سره اخرنۍ کتنه درلوده او پدي ترځ کې ئي خپله استعفاء وړاندې کړې وه، چې بولټن هم همدغه ادعا کوي.
ولي ټرمپ یي استعفاء نه وه منلي، ورته ويلي يي وو چې بيا به سبا په دې هکله سره خبرې وکړو.