تاند، جمعه،د سنبلې ۲۲مه: د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د هرات ابګردان پر پاشدان بند یې له اتو کلونو وروسته بیا کار پیل کړی دی.

مسوولان وايي،  د دغه بند ۴۲ سلنه کارونه مخته تللي دي او ۲ کاله وروسته به یې هر څه مکمل شي.

د ابګردان پاشدان بندپه ۱۳۹۰ کال کې پیل شو او ټاکل شوې وه چې په ۱۳۹۰ کې یې کارونه تکمیل شي، خو د نامعلومه دلایلو له کبله یې کارونه وځنډېدل چې وروسته معلومه شوه دا بند د ایران د فشارونو له کبله نه شي جوړېدای.

اوس د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر محمد ګل خلمي وايي، دا بند به له دې وروسته ځکه جوړ کړي چې د اوبو د ذخیرې پراخ ظرفیت لري اوکولی شي د سېلابونو اوبه مهار کړي.

ښاغلي خلمي زیاته کړه، دا بند به ۱۳ زره هکټاره ځمکه خړوبوي او ۲ میګاواټه بریښنا به هم تولید کړي.

پاشدان بند د هرات په کچه دویم لوی بند دی چې ۱۷۷ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي او پيسې یې د افغانستان له انکشافي بودیجې ورکول کېږي.

ایران په هرات، هلمند او فراه کې د افغان حکومت لخوا د اوبو د بندونو جوړولو سره سخت حساسیت لري، مګر افغان حکومت وایي، کلونه وشول چې د افغانستان له اوبو ګاونډیان مفته استفاده کوي، خو له دې وروسته به داسې نه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *