تاند، جمعه، د سنبلې ۲۲مه: د غور امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په شهرک ولسوالۍ کې یې عملیات کړي او د مینار جام شاوخوا ټول کلي یې له طالبانو پاک کړي دي.

د غور د پولیسو ویاند سمیع نژاد تاند ته په ټلیفوني تماس کې وویل، دا مهال د جام تاریخي منار ته هیڅ امنیتي ګواښ نشته او له شاوخوا ټولو کلیو څخه یې طالبان شړل شوي دي: (( شهرک ولسوالۍ کې زموږ عملیات روان دي، د جام منار سیمه مو تازه نیولې ده او نور هم مخ پر وړاندې روان یوو.))

بلخوا رسنیو ته د غور د امنیه قومندانۍ د امنیت امر وحید الله نظامي هم ویلي چې دی د جام مینار سیمې ته پخپله تللی او نه یوازې دا چې جام مینار خوندي دی بلکې سیمه کې امنیت هم ټینګ شوی دی: (( نظم عامه ځواکونه، ولسي پاڅونوال همدا اوس عملیات کوي، سیمه کې یې څوماینونه هم خنثی کړي دي، موږ د غور- هرات پر لویه لارهم کلک امنیتي تدابیر او امنیتي کمربندونه اچولي دي.))

غور ولایت چې د جام مینار له کبله ډېر مشهور دی، په دې وروستیو کې ناامنه شوی او څه موده وړاندې یې د جام مینار په ساحه کې سخت سېلابونه هم راوتلي وو چې د دې مینار د راغورځېدو امکان یې زیات کړی و.

جام مینار په دغه ولایت کې د غوري سلطنت د لاس لویه او تاریخي نښه بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *