تاند، جمعه د سنبلې ۲۲مه: هند وايي، افغانستان کې سوله باید د افغانانو او افغان حکومت په مالکیت او د ټولو د نظر په اتفاق باید راشي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې له طالبانو سره د مذاکراتو تر لغوه کولو څو ورځې وروسته کړي او ویلي یې دي چې هند د افغانستان په اړه د امریکا او د طالبانو د خبرو تر څنګ ټول بدلونونه له نږدې څاري.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار وايي، هند په دې باور دی چې د سولې په پروسه کې باید ټول افغاني لوري او منتخب حکومت یوه مهمه برخه وي.
ښاغلي رویش کمار زیاته کړې، چې هېواد یې د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو ملاتړ کوي ځکه چې دوی نه غواړي چې قانوني خلاوې د تروریستانو په ګټه تمامې شي: (( موږ دغه راز باورمن یوو چې نړیواله ټولنه یا امریکا که د افغان سولې په تړاو هر ګام اخلي زموږ اندېښنې به په پام کې ورسره نیسي، ځکه موږ زلمي خلیلزاد ته وخت په وخت خپلې اندېښنې رسولې دي.))
هند په افغان سوله کې د ټولو لوریو د راشریکولو خبره په داسې حال کې کوي چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې درولي او پر دغه ډله یې د بریدونو زیاتولو ګواښ کړی دی.
هند د سیمې په کچه د افغان حکومت تر ټولو ستر متحد او مرستندوی هیواد بلل کېږي چې تر دې دمه یې پر افغانستان دوه ملیارده ډالر لګولي دي.