تاند، جمعه، د سنبلې ۲۲مه: د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د ډیموکراټانو د ګوند نوماندانو له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو طرفداري کړې ده.
که څه هم د امریکا د ولسمشرۍ نوماندانو تر منځ زیات بحثونه او بحثونه د روغتیايي خدماتو او سوداګریزو پالیسیو اړوند راڅرخي، خو دوی په بهرنۍ پالیسۍ کې هم په دې زیات ټینګار کړی دی چې نور باید له افغانستان او عراق څخه امریکايي سرتېري راوایستل شي.
په تازه بحث کې د امریکا د ولسمشرۍ له پنځو نوماندانو څخه وپوښتل شول چې د افغانستان لپاره د ښاغلي ټرمپ په پالیسۍ یو څه ورته ووايي، خو دوی پرته له دې چې د ټرمپ په تړاو څه ووايي، په دې ټینګار کړی دی چې باید له اتلس کلنې جګړې وروسته امریکایان له افغانستان څخه ووځي.
په دې لړ کې دیموکراتې او سناتورې الیزبت وارین ویلي، په افغانستان کې د امریکا حضور د دغه هېواد له امنیت او ثبات سره مرسته نه کوي، ځکه نو باید امریکا له دغه هېواده ووځي.
دویم نوماند پیچ باټاجیچ و چې خپله هم پوځي دی او په ۲۰۱۴ کال یې افغانستان کې ماموریت هم کړی دی وايي، که ولسمشر شو په یو کال کې له افغانستان څخه ځواکونه باسي.
بل مطرح کاندید جوبایډن دی ویلي، دی همیشه په افغانستان کې له امریکايي حضور سره مخالف و.
نوموړی چې خپله داوباما مرستیال هم تېر شوی وايي، اوباما له عراق څخه د سرتېرو ایستلو تېروتنه وکړه، خو تر هغه لویه تېروتنه بوش کړې وه چې دغه هېواد ته یې ځواکونه استولي وو.
خو په دې ټولو کې بیا سناتور برني سینډرز و چې په عراق او افغانستان کې یې د اوربند پلوي کړې ده.
خو د امریکا په سیاستونو خبر شنونکي وايي، د ولسمشرۍ نوماندان او ولسمشران له افغانستان یا بله هیواد څخه د امریکایانو د وتلو صلاحیت نه لري، بلکې دا دوی کمپایني وعدې دي.
دوی وايي، اصلي کارونه د امریکا مخفي سیسټم مخته وړي چې ایا په افغانستان او عراق یا بل هيواد کې پاتې شي که برید پرې وکړي یا ترې ووځي او هلته وضعیت خراب کړي.