تاند، جمعه، د سنبلې ۲۲مه: د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي وايي، داعش ترهګرو په عراق او سوریه کې تر ماتې خوړلو وروسته په افغانستان کې ځانته د ځای موندلو او له دغه هیواد څخه سیمې سره د جګړې د پیلولو هڅې پیل کړې دي.

نوموړي دا خبرې د قرغیزستان په بشکیک کې د دغه هېواد له داخله وزیر قشګار جنوشعالیف سره لیدنه کې کړې دي.

ښاغلي فضلي ویلی، ترهګرو ډلو د اسلام ناسمه څېره نړۍ ته ښودلې او بهرنیو هېوادونو هم د خپلو ګټو په لټه کې د اسلامي هیوادونو په چارو کې لاسوهنه زیاته کړې ې دا د ایران لپاره د منلو نه ده: (( بهرنیان چي د عراق، سوریې، افغانستان، یمن یا هر هیواد خاورې ته ننوتې دي د وژنو او وینې بهولو سبب شوي دی.))

نوموړي ویلي، داعش ډلې په عراق او سوریه کې له ماتې خوړلو وروسته له افغانستان څخه د یوې نوې جګړې دپیلولو هڅې پیل کړې دي، خو ایران په دې تړاو د سیمې له هیوادونو سره تماسونه نیسي او خپل چمتووالی به ورته ولري.

په دې لیدنه کې د قرغیزستان د کورنیو چارو وزیر ښالغی جنوشعالیف هم ویلي چې ترهګرو ډلو ټولې نړۍ ته ګواښونه راپورته کړې دی او په کار ده چې د دوی پر وړاندې مبارزه کې د یووالي لاره ونیول شي.

نه یوازې ایران، بلکې په دې وروستیو کې چین، روسیه او منځنۍ اسیا په افغانستان کې داعش له حضور څخه اندېښمنه ده.

دوی فکر کوي چې امریکا یې د ګواښلو لپاره مصنوعي داعش ډله روزي، ځکه یې د طالبانو پټ او ښکاره ملاتړ پیل کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *