تاند، جمعه، د سنبلې ۲۲مه: ولسمشر غني وايي، په تېره یوه اوونۍ کې له۱۰۰۰ څخه زیات طالب جنګیالي د هېواد په مختلفو سیمو کې وژل شوي دي چې پړه یې هم د ده په وینا د قطر میشتو طالب مشرانو پر غاړه ده.
ولسمشر نن جمعه خپلې یوې کمپایني غونډې ته په وینا کې وویل، امنیتي ځواکونه اوس تر پنځو کلونو پخواني وضعیته ډېر پیاوړي شوي دي او دمګړۍ د افغانستان ۹۸ سلنه عملیات افغان ځانګړي او کومانډو ځواکونه رهبري او ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د سولې خبرې امریکا د هغوی د تاوتریخوالي د زیاتولو له کبله درولي او ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې په تېرو ورځو کې طالبانو تر پخوا هر بل وخت زیات ځپل شوي دي.