Supporters of Pakistani religious party Jamiat-Ulema-i-Islam rally against the United Stated in Pakistani border town of Chaman along Afghanistan on Friday, March 27, 2009 to condemn the American policy of expanding U. S. strikes in Pakistani territory. They chanted slogans in favor of Taliban and their leader Mullah Omar.(AP Photo/Shah Khalid)

هیلۍ اسد

تاریخ کې مې لوستي چې د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان د ژوند لویه تېروتنه دا وه، چې هغه د یو جوړ او مقتدر نظام پر وړاندې بغاوت وکړ …

که څه هم سردار محمد داوود خان د افغانستان لپاره ښې طرحې او پلانونه درلودل خو د نظام له ړنګولو سره شته ټول ارزښتونه، پروګرامونه، د یو نظام خودکفايي، له منځه لاړ او په ملت کې د بغاوت فکر وغړېده. دا ټوله هغه څه دي چې کله په یو ملت کې د دې فکر پیداشي چې نظام وننګوي، و یې نړوي او شته حکومت، ملت ړوند وساتي، و یې غولوي او خپل ناکام حکومت مخته یوسي …

که څه هم دا سمه نه ده، ملت باید ړوند ونه ساتل شي، هر ډول کمزوری نظام باید کش نه شي خو کله چې په ملت کې د حکومت او ملت، ملت له ملت او ملت له حکومت سره بې باورۍ رامنځته شي او بیا له یو ملت سره هم کومه سمه او کامیابه برنامه نه اووسي نو دا د یو ملت لپاره د بربادۍ په معنا ده . کله چې په ۱۳۵۲ کال کې سردار داود شته نظام وننګولو او بالاخره یې ړنګ کړو .

په(۵۷ ۱۳) کال کې همداسې یو څوک را پاڅېده او سردار داود یې لمنځه یوړ چې له هماغه وخته په دې هېواد کې د بدبختۍ ډبره کېښودل شوه. افغان ملت چې تر ډېره یې تاریخ د باتورۍ، غیرت، ژمنتیا او زړورتیا شاهد دی خو د تاریخ په اوږدو کې چې هر کله یو نوی حکومت راغلی افغان ملت په پټو سترګو منلی، وخت یې تیر کړی، تاریخ یې شاته غورځولی، د هېڅ تیروتني پوښتنه یې نه ده کړې او بالاخره یو بل څوک را پاڅېدلی همدا میشت ملت یې نه یی ګټه اخیستې، ټوپک یې په لاس کې ورکړی او د نظام د ړنګولو لپاره یې ترې ګټه اخیستی. له فرصت سره سم یې بیا د دوئ ترمنځ نفاق اچولی او په خپل منځ کې یې جنګولي او د دوی شته ټول ارزښتونه یې لمنځه وړي او خپلې موخې ته یې ځان رسولی دی.

د کلونو بدبختیوو، جنګونو، وژلو، د نظام پر وړاندې د درېدلو، د ولسمشر او یا نظام د مشر په وژلو، ترور او تېښته دغه کیسه همداسې بار، بار تکرار شوې خو دا ملت بدل نشوو، دا ملت هوښیار نشوو، دا ملت سم نشوو ، دا ملت بشردوست او وطن دوست نشوو، دا ملت د یوې ښې پریکړې او تصمیم نیوونکی نشوو… هر وخت ووژل شوو، کډوال شوو، په غربت کې وسوځېد، د نورو د ګټو او لوبو قرباني شوو او بالاخره یې هره بدبختې په لمنه پورې وتړل شوه.

نننی افغانستان د ۱۳۵۷ له افغانستان سره بدبختانه چې کم توپیر لري، دلته ملت ډېر کم هوښیار شوی، دلته ملت ډېر کم بدل شوی، دلته د نړۍ او د سیمې د هېوادونو لوبي ډېرې کمې بدلې شوي او دلته بیا شته ملت هم ډېر ډېر کم بدل شوی.

منم چې موږ د عصري ژوند قدمونه واخیستل، موږ ښوونځې ته لاړو، پوهنتون ته لاړو، بهر ته د زده کړو لپاره لاړو، سیاستمداران شوو، ډاکتران شوو، لیکوالان شوو، شاعران شوو، یو د بل حقونو ته د وفادارۍ ژمنتیا مو وښودله، ښځې مو له کورونو ووتې، زده کړې یې وکړې، د ژوند اړین حقونه یې ترلاسه کړل خو بدختانه زموږ سیاسي او ملي شعور لا هم د ځمکې په تل کې پروت دی. نن هم موږ د یو نظام پر وړاندې درېږو خو یوازې د نورو په اشاره.

موږ یو داسې ملت یوو چې څلوېښت کاله په نا اعلان شوې جګړه کې وژل کیږو خو د خپلو مړو پوښتنه نشوو کولای. خو فکر وکړئ، زموږ تر مخه څومره نظامونه ونړېدل، څومره ریښتینو خلکو سره مو خیانت وکړو، څومره خاینان زموږ له امله اتلان شول چې د همغوی په نمانځنه هم نن وژل کېږو.

نن هم د ورځې په سلګونو ولسی وګړي د نورو د ګټو لپاره وژل کیږي، خو موږ هېڅ کله فکر نه دی کړی چې موږ ولې وژل کېږو؟ د چا لپاره او د چا په دستور وژل کېږو؟ له دولتي چارواکي نیولې تر عادي دهقانه یوازې دې ته کار کوو چې د خپل نظام مشروعیت څنګه تر سوال لاندې راولو.

موږ نه داسې جامده انسانان جوړ شوي چې خپل د ژوند حالت ته تغیر نشوو ورکولائ خو په خپلې لا شعورۍ او د نظام پر وړاندې د بغاوت د فکر له امله د نظام په سیاست کې تغیر راوستلی شوو ،ډېر کله دومره زر قضاوت کوو چې د شته نظام چارواکي مو مجبور شي پټ، ښکاره او ښکاره پټ کړي. اودلف هټلر وایي د نظام د کامیابۍ او د یو ملت د ازادۍ او ژغورنې لپاره تر ټولو غوره خبره د یو ملت وفاداري ده.

هغه وایي، د یو هېواد لپاره هېڅ بهرنی دښمن نشته تر هغه چې کورنی دښمن و نه اوسي. هغه وایي که غواړئ چې د هېواد او نظام دښمنان مو لمنځه لاړ شي نو لس ګولۍ راواخلئ په نهو یې کورني دښمنان ووژنئ او یوازې یوه یې بهرني دښمن ته وساتئ. د افغانستان په اوسني وضعیت کې په ښارونو کې مو چاودنې وشي په لسګونو ماشومان، ځوانان، ښځې مو ووژل شي، کور، ښوونځی، پوهنتون، دوکان، مال هر څه مو وسوځول شي خو یوازې یو بې ارزښته ښیرا وکړو او کیسه خلاصه شي.

لویه د شرم خبره خو یې لا دا وي چې د هېواد ساتوونکی سرتیری مو د کورنۍ غړی، ورور، زوی، خاوند، پلار، خپلوان، ګاونډی او هېواد وال وي خو په مرګ یې فکر کوو چې پردی مزدور دی او وژل یې دښمن ته جایز ده. ډېر علمي خلک مو غلي وي لکه هېڅ چې په وطن نه وي شوي خو په ورځ کې لس ځلي په فیسبوک، رسنیوو، ناسته ولاړه کې په ویاړ وایوو چې حکومت د سولې دښمن دی او بیا دا خبره لا غبرګوو چې :

ـ هو په نظام کې شته خلک د ملت دښمنان دي، هغوی سوله نه غواړي، هغوی د واک لپاره هر څه کوي. د کابل په ګرین ویلج مېلمستون د شپې برید کېږي، په لس ګونه عام هېواد وال مو وژل کېږي، عسکر مو شهیدان کېږي، کورونه مو ورانېږي او سهار طالب ویاند ټویټ کوي چې د دوی مجاهدینو په سلګونو کفار وژلي . خو زموږ خولې ګنډل شوي، هېڅوک د پوښتنې نشته چې ایا ریښتیا هم دلته بهرنیان او یا افغان ماشومان او میرمني وژل شوي…؟

برعکس دستي په حکومت او نظام پسې قلم را اخلو، له دقیقې اګاهۍ او ثبوت نه پرته هر څه مو چې خولې ته راشي وایو یې.

موږ د یوه ملت او انسان په توګه د خپلو هېواد والو ټپ ته پټۍ نه جوړېړو بلکه ټوله ورځ فیسبوک، ټویټر، تلویزون او نورو رسنیو کې یوازې د خپلو هېواد والو په وینو لړلي تصویرونه خپروو، د هغو مېرمنو انځورونه خپروو چې ټول عمر یې په ستر کې ژوند کړی دی خو موږ ځانته دا حق ورکو چې د پردۍ مېرمنې، بچي او کورنۍ انځورنه خپورو.

تېر ماښام مې د یو چا پوسټ ولوسته چې لیکلي یې وو (کوم ملت چې د ترهګر په وحشت د ډار بړستنه اغوندي او غوږونو کې ګوتې ږدي خو د نظام په اشتباه په خپلو چغو قیامت راولي، هغه ملت د ډبرو زمانې ته د ستنېدو حقدار دی، تر بیګاني وحشت لوی څه نه شي پیدا کېدای، خو په دې ښار کې د دې وحشت نه کرکه کوونکی هم په ګرانه پیدا کېږي، بلکې مینه وال او هرکلي وال یې لا تر دوی ډېر دي) فکر مې وکړ یو فکر شته خو دا چې کم دی نو د نورو د ګرد جن فکر ګرد پرې پروت دی موږ باید بدل شوو، موږ باید یوازې ښېرا ونکړو موږ باید د خپلو وینو د توییدو لپاره پوښتنه وکړو او را پاڅو، د نظام پر وړاندي نه بلکې د نظام د دښمن پر وړاندې باید پاڅېږو .

زما په نظر یوازې همدا د حل لار ده نه دا چې نظام سره دښمني وکړو او د بل ځای ډک زړه پر نظام باندې تش کړو. راځئ یو ژوندی ملت شوو چې د نظام ننګه وکړو نه چې د نظام د ړنګیدو، د ولسمشر د ترور او یا د هغه د تېښتې لامل شوو او همدا به زموږ لپاره غوره لار وي زما لپاره نظام سره کرښه ده .

One thought on “د نظام ننګونه خو تر کومه…؟/ هیلۍ اسد”
  1. شاید بی طرفی د خلقیانو خبره د بی شرفی مانا ولری البته خلقیانو د( طرف) او ( شرف ) د تعریفونو د وړاندی کولو څخه ډډه کول . په هره توګه ، د طرف او بی طرفی غوره کول د هر انسان خپل آزاد انتخاب او مدنی حق دی البته د بی طرفی کیفیت او شکل او مضمون د وطن د حالاتو د څرنګوالی سره مستقیمه اړیکه لری
    زما غوندی وړوکی کسان بی طرفه دی خو د وړوکتوب سره سره د ځینو مدعی کسانو بی طرفی د نن ورځی د پیچلی او ځوروونکی حالت په وړاندی حتماً باید په بی شرفی تعبیر سی خصوصاً چی لیدل کیږی د ځینو کسانو بی طرفی یوه آرامه او خاموشه او خنثی بی طرفی نه ده بلکه یوه مرموزه او مریزه او مریضه او مُضره بی طرفی ده چی د نفسانی خواهشاتو سره نامشروع اړیکه لری
    ځان به باسواد او حتی روشنفکر او پوه ګڼی خو د شیطانی انګیزو پر بنسټ به د وطن او خلګو او فرهنګ او پرمختګ او حتی سیاسی جغرافیا د دښمنانو د پلیدو کړنو په وړاندی پټه خوله او حتی راضی وی
    د غنی او حکومت د نورو اراکینو سره د سطحی دښمنۍ پخاطر او پلمه د خپل وطن د ټولی وجودی فلسفی سره په ناآګاهانه توګه دښمنی پالی. د سیاست پوهنی ادعا هم لری خو ټولی کړنی ئی د سیاست ضد او حتی خائنانه کړنی دی
    زما په قاصر نظر
    نن ډیر طلائی ملی فرصت پلاس راغلی دی
    قباء او چپن او کمیس ( نظام) جوړ سوی دی فقط د یو څو غوټو او تُکمو د نصب کار ئی پاتی دی
    کمیس محفوظ پروت دی هغه کمیس چی زموږ د ملی عورت د ستر او پټیدو یوازنی عامل دی
    امّا وروستی ماموریت او ددې ملی عورت کمیس وړ اندام او بدن د موجودیت اعلان
    راسی هر څوک چی د وطن او خلګو سره مینه لری ځانونه دی د ټاکنو د بهیر بحیری ته وسپاری وولس ته دی ځان معرفی کی وولس چی هر څوک وټاکی نو کمیس هم د هغه کس په غاړه اغوستل کیږی
    انتخابات او د انتخاباتو پروسه یوازنی لیاره ده چی د هیواد د لیری او نژدی دښمنانو شوم پلانونه خصوصاً د طالب د توری او ویرانوونکی پروژی د بریالیتوب مخه نیسی
    سوله! او مؤقت حکومت یوه غولوونکی القاء ده چی د تورتم د ادامی په موخه ددی او هغه پلید ستونی او حنجری څخه را وځی
    بلی نظام او د نظام د شیرین موجودیت او راتلونکی شیرین سرنوشت جوړوونکی قابلیت څخه انکار به د وطن او وولس په وړاندی سخته او نه بخښونکی جفا وی
    بله خبره دا چی د خاص شخص ملاتړ او نه ملاتړ اصلی دنده نه ده بلکه د فرد فرد اصلی ملی دنده دا ده چی نظام ته او د نظام پښتورګو ته د فداکاری او صداقت او اخلاص اکسیجن ور تزریق کی
    پر اشرف غنی او نورو مطرح کسانو باندی نیوکه او اعتراض به یوه طبیعی خبره وی خو مهمه د نظام ساتنه او ملاتړ دی او همدارنګه مهمه د هغه کس ملاتړ دی کوم چی د خلګو په ملاتړ او انتخاب د نظام په رأس کی تشریف ولری
    وروستی عرض می دا دی چی
    منهای دا یا هغه شخص، د نظام په قدر باید پوه سو او د جهالت او سپین سترګی او لجاجت د یابو څخه را کوز او ټول یو د بل د موجودیت د زغم تمرین تر سره کړو بله لیاره نلرو که غواړو چی همدا تقریباً خامی خښتی غوندی سیاسی- اجتماعی حالت مو د حماقت او خیانت بارانونه و نه شوړوی
    ما فقط د خپل ایمانی او وطنی او انسانی او وجدانی ( غیر ملزوم رسالت) پر بنسټ پورته چیغه تر خوله را و ایسته ور نه زه نه د چا منت بار یم او نه د چا طرفدار او فقط زړه می د وطن د مور او د هغی د مظلومو او معصومو بچانو په یاد تپیږی هغه مور چی ممکن نور هیڅکله ور سره پر تندی مج نه کړم
    متأسفانه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *