تاند، شنبه، سنبلې ۲۳مه: روسي رسنیو مسکو ته په پټه توګه د قطر له دوحې څخه د طالب مشرانو د ورتګ خبره افشا کړې ده.
د رسنیو په حواله طالبانو له روسي چارواکو غوښتي دي چې له امریکا سره یې د خبرو د بیا پیلولو لپاره منځګړتوب وکړي او تماسونه یې بیرته ورسره برقرار کړي.
روسیه په سیمه کې هغه هېواد دی چې دا مهال د طالبانو مهم ملاتړی بلل کېږي او داسې اسناد هم موندل شوي دي چې طالبان له کندوز څخه خپلې خرابې شوې وسلې تاجکستان ته استوی چې ورته یې ترمیم کړي او د سرې قطعې په نوم جنګیالي یې همدغلته روزل کېږي.
په همدې تړاو د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په مسکو کې د طالبانو له یو شمېر مشرانو سره لیدنه کې ویلي، روسیه د امریکا او طالبانو د خبرو د دوام غوښتونکې ده.
طالب استازي چې د سولې د خبرو له ختمېدو وروسته د سپټمبر په دیارلسمه یو ځل بیا مسکو ته ورغلي دي، وايي، دوی هم د سولې د خبرو دوام ته چمتو دي.
طالبانو د امریکا له ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد سره ۹ میاشتنیو خبرو اترو کې د سولې یو متن چمتو کړ چې له مخې به یې امریکایان له افغانستان څخه ځواکونه باسي او طالبان به له ترهګرو سره خپلې اړیکې شلوي، مګر زلمي خلیلزاد وویل چې په اوربند او افغان حکومت سره د خبرو کولو په تړاو یې له طالبانو سره هوکړه نه ده شوې.
له دې سره هم مهاله طالبانو په کابل کې یو برید وکړ چې له کبله یې یو امریکايي او ۱۱ نور افغانان ووژل شول چې له امله یې د امریکا ولسمشر له طالبانو سره مذاکرات مړه شوي اعلان کړل.