تاند، شنبه، د سنبلې ۲۳مه: د امریکا د ولسمشرۍ نوماند او د اوباما پخوانی مرستیال جوبایډن په خپله تازه کمپایني مناظره کې ویلي، افغانستان کې باید یو فډرالي نظام رامنځته شي، ګني دا هېواد د سمېدو خواته نشي تللی.

 نوموړي په ډاګه کړې نه ده چې کوم ولایتونه خو زیاتوي کله چې پاکستان د افغانستان په ختیځ کې درې ولایتونه تر کنټرول لاندې ولري نو که هرڅومره وغواړو هم افغانستان د سمېدو خواته نشي تللی.

نوموړي ټینګار کړی چې امریکایان دې د افغانستان پر ځای په پاکستان کې پوځي اډې جوړې کړي تر څو پر واشنګټن له افغانستان څخه د بریدونو مخنیوی وشي: (( که پاکستان کې هډې ولرو نو کولی شو چې په یو پرواز هم په افغانستان کې تروریزم ضد عملیات وکړو.))

دا د جوبایډن لومړی ځل نه دی چې یو جګړه ځپلي هېواد ته فډرالي نظام وړاندیزوي، بلکې تر دې وړاندې چې کوم مهال دی د کانګرس غړی و هم یې د عراق لپاره فډرالي اداره غوره بللې وه ځکه د ده په اند عراق باید په شیعه ګانو، سنیانو او کردانو وویشل شي.

 د نوموړي طرحې که څه هم په سنا جرګه کې د ده ملاتړ خپل کړ، خو په منځني ختیځ کې یې سخت غبرګونونه وپارول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *