تاند، شنبه، د سنبلې ۲۳مه: وروسته له هغې چې روسي رسنیو مسکو ته د طالبانو پټ سفر افشا کړ، طالب مشران هم رسنیو ته راښکاره شوي او ټینګار یې کړی دی چې سل کاله نوره هم جګړه کوي.

شیرمحمد عباس ستانکزی او نور طالب مشران چې دا مهال په مسکو کې دېره دي، روسي آر ټي شبکې ته یې ویلي، دوی لا هم سولې ته لیواله دي، خو په وینا یې که جګړه دوام کوي دوی هم چمتو دي چې سل کاله دا جګړه مخې ته بوځي.

 شېرمحمدعباس وویل: (( ټرمپ په خپلو څرګندونو کې اعتراف کړی چې تېره اوونۍ کې مو بې شمېره طالبان وژلي دي، خو پخپله یې بیا د یو سرتېري په وژل کېدو مذاکرات درولي دي.))

ستانکزي ویلي، امریکا چې دومره زیات طالبان وژلي، نو طالبان هم حق لري چې د امریکا یو سرتېری ووژني.

په همدې ناسته کې آر ټي ټلویزیون ته په وینا کې طالب ویاند سهېل شاهین هم ویلي چې روسیې ته راغلی تر څو له امریکا سره د سولې د خبرو د بیا پيلولو خبره له روسي چارواکو سره شریکه کړي: (( تر اوسه مو د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له استازي ضمیر کابلوف سره لیدنه شوې ده.))

سهېل شاهین زیاته کړه د سولې د خبرو بیا پیلولو د هڅو په لړ کې به تر روسیې وروسته چین او پاکستان ته هم سفرونه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *