نیټه: د ۱۳۹۸ کال د وږي ۲۳ مه
په نړۍ کې ټاکنې ملي او ډموکراټیکه پروسه ده او د ټاکنو له لارې ولسونه خپل راتلونکي مشران ټاکي او بیا له ګټونکو مشرانو د غوره خدمت هیله لري چې تر ډیره دغه کړنه ولسواکي ده او ولس د خپل خدمت لپاره مشران غوره کوي خو په خواشینۍ سره چې په افغانستان کې بیا ټاکنې په دې اصل نه دي استوارې او د خپلو مشرانو له ټاکلو وروسته په لنډ وخت کې خفه او خواشیني وي ځکه چې د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال یې له دې ولس سره داسې ژمنې کړي وي چې بیا یې د پوره کولو توان نه لري او کړې ژمنې یې د کاغذ پرمخ پاتې شي او ولس ترې خفه او خواشینی شي.
د طالبانو د واکدارۍ وروسته کله چې د حامد کرزي په مشرۍ انتقالي او لنډمهالی حکومت رامنځته شو او د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوی چې تر ډیره افغانان د دموکراسۍ له اصل او د مشرانو له ژمنو سره بلد نه وه او په ټاکنیزو کمپاینونو هم دومره خلک نه پوهیدل خو بیا هم ولس په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ او حامد کرزی د منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شو ولسمشر کرزي ته له جګړې پاتې هېواد په میراث پاتې شو کرزي ترخپلې وسې پورې نړۍوالې مرستې هیواد ته راجلبې کړې او نړۍوالو هم په ډیرې لوالتیا سره له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړ خو په خواشینۍ سره چې مرستې په خپل ځای ونه لګیدې او تره ډیره مرستې حیف ومیل شوی او څنګه چې اړینه وه د هیواد د سمسورتیا او پرمختګ لپاره له بهرنیو مرستو ګټنه ونه شوه په همدغه ډول د حامد کرزي لومړۍ منتخبه دوره پای ته ورسیده او د دویم ځل لپاره حامد کرزي ځان ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند کړ ، داځل له ټاکنو او ټاکنیزو منډو ترړو سره خلک نسبي بلد شوي وه او تر ډیره د حکومت په نیمګړتیاوو هم پوهیدل خو بلاخره د ټاکنو نیټه راورسیده او د ټاکنو په لومړي پړاو کې هیڅ نوماند ۵۰ جمع یو پوره نه کړې او ټاکنې د حامد کرزي او عبدالله عبدالله ترمنځ دویم پړاو ته ولاړې خو ټاکنې ونه شوی او عبدالله عبدالله د خلکو په وینا د ځینو کورنیو او نړۍوالو فشارونو له امله تیرشو او حامدکرزی د دویم ځل لپاره ولسمشر شو د حامدکرزي له دویمې بریا وروسته نړۍوالې ټولنې بیا هم خپلو مرستو ته دوام ورکړ خو ټولې چارې بیا هم له معمول سره سمې روانې وی کومو کسانو چې دغو نړۍوالو مرستو ته لاسرسی درلوده ډیر ډالر یې ترلاسه کړل پیسه دار او مالداره شول او بې وزلي کسان ورځ تر بلې بې وزلي او بیچاره کیدل چې دغه پروسه تر اوسه هم روانه ده.
اوس راځم اصلي موضوع ته هغه داچې له حامدکرزي وروسته د ولسمشرۍ دریم ځل ټاکنې چې دا ځل د اساسي قانون پربنسټ حامدکرزي د خپلی نوماندۍ حق نه درلوده ددې پړاو ټاکنو په لومړي پړاو کې بیا هم یو نوماند ونه شوای کولای ۵۰ جمع یو رایې پوره کړي او داځل ټاکنې بیا هم دویم پړاو ته ولاړې د دویم پړاو د دوو مخکښو نوماندانو عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني ترمنځ ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې دا ځل ټاکنې ډیرې مهمې وی او په دویم پړاو کې افغان ولس په دوو برخو وویشل شو او کومو کسانو چې په ټاکنو کې ګډون نه وکړی داځل یې په ټاکنو یې ګډون وکړ خو بلاخره ټاکنې له کړکیچ سره مخ شوی او دواړو نوماندانو د یو بل د درغلیو په افشاکولو لاس پورې کړ د کورنۍ جګړې ګواښونه وشول د کابل په ویالو کې د ویني بهولو ګواښونه وشول ، د هیواد د تجزي اخطارونه ورکړل شول او داسی نور… چې بلاخره په هېواد کې ناورین رامنځته کیدو ګواښونو زور واخیست خو امریکا اړشوه چې ددې کړکیچ د حل لپاره خپل د بهرنیو چارو وزیر جان کری وګماري او د امریکې د بهرنیو چارو وزیر له ډیرو خبرو اترو او بحثونو وروسته دواړو مشرانو ته د ملي یووالي حکومت د جوړولو مشوره ورکړه. چې د ملي یووالي حکومت د رامنځته کیدو په تړاو په دواړو ټاکنیزو ډلو کې مخالف کسان وه او دوه سري حکومت ته خوښ نه وه ځکه چې خلک پوهیدل چې په حکومت کې د واک ویش ستونزې جوړه وي خو بیاهم امریکې په دې زوریدلي او کړیدلي ولس شریک حکومت ومانه خو د اوسني ولسمشر ډیر ټاکنیز ملګري په حکومت کې د عبدالله عبدالله په شریکولو خوښ نه وه او همدغه موضوع د دې لامل شو څو له ښاغلي غني ډیر پلویان خوابدي شي او حتا یو شمیر تکړه سیاسي څیرو ورسره پریکون هم وکړ خو ښاغلی غني مجبور وه او تل به یې د خپلو مجبوریت خبره کوله او دا مجبوریت هم تر ډیره په هیواد کې د کورنۍ جګړې د پیلیدو ویره وه چې مخالف لوري د جګړې د پیل ګواښونه کول، د ملي یووالي حکومت د افغانانو او افغان حکومت لپاره د زهرو غړپ وه او دی ولس دغه غړپ وکړو چې د زهرو دغې غړپ د افغان ولس مرۍ اوس هم ترخه ساتلی ده خو د ملي یوالي حکومت د اقتصادي فعالیتونو ترڅنګ په حکومت کې دننه تر ډیره مخالفتونه هم لوړې کچې ته ورسیدل، د کابینې د وزیرانو او والیانو د ګمارنې پر سر د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ به تل لانجې او شخړې ګرمې وې او د رسنیو بازار به پرې ښه ګرم وه څه به مو سرخوږوم په حکومت کې د ننه ستونزې او د دواړو مشرانو ترمنځ لانجې ټولو ته څرګندې وې او دادی د ملي یووالي حکومت تیر پنځه کلونه هم تیر شول، په دې پنځه کلونو کې جګړې له دې کړیدلی افغان ولس څخه ډیره قرباني واخیسته خلک و وژل شول ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته او په ملکي او پوځي برخه کې مو ډیر تنکي ځوانان له لاسه ورکړل میندې مو بوري، خویندې مو ګونډې او بچي مو یتیمان شول خو له دې باید سترګې پټې نه کړو چې په دې پنځه کلونو کې د دوامدارې جګړې ترڅنګ ډير اقتصادي پرمختګونه هم رامنځته شول چې دلته یې یادونه ستونزمنه ده خو بلاخره دادی د ملي یووالي حکومت پنځه کاله هم پوره شول او یوځل بیا د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې یو ، دا ځل ۱۸ تنو ځانونه ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند کړي دي چې تر ډیره په کې تردې مهاله دوه تنه نوماندان چې د حکومت مشري هم کوي مخکښ دي ټاکنیز کمپاینونه یې هم په ښه درز کې روان دي له دې ولس سره بیا هم ژمنې کوي او ددې ژمنو د پلې کیدو ژمنې هم کوي ، دولسمشرۍ ټاکنو ددې پړاو نوماندان هم د تیرو پړاونو د نوماندانو په شان له ولس سره د اسې ژمنې کوي چې پلې کیدل یې ناشوني دي او نوماندان پردې ځای چې له ولس سره خپل پلانونه او د بریا په صورت کې خپل پروګرامونه شریک کړي په یو بل نیوکې کوي او د یو بل د عیبونو او نیمګړتیاوو د برسیره کولو په هڅه کې دي چې د نوماندانو دغه کار به دې زوریدلي او کړیدلي ولس ته کومه ګټه ونه لري او برعکس د خلکو او ولسونو ترمنځ به د ورورلۍ فضا نوره هم ګړکیچنه کړي نو هیله مو داده چې له ولس سره خپل پروګرامونه شریک کړي او په یوبل د تهمتونو له لګولو ډډه وکړي. اوس راځو دی ته چې د ولسمشرۍ په دې ټاکنو کې به څوک بریالی وي لکه څنګه چې مې مخکې یادونه وکړه زما له نظره اوس مهال دوه نوماندان ډاکټر صیب محمد اشرف غني او ډاکټر صیب عبدالله عبدالله د شته امکاناتو او ډیر ملاتړ له امله مخکښ دي او د ډیر شمیر قومونو مشرانو هم له دواړو ټاکنیزو ډلو خپل ملاتړ اعلام کړی، ا حمدزی قوم ، کوچیانو او نورو پښتنو قومونو له ښاغلي ډاکتر صیب عبدالله عبدالله څخه ملاتړ اعلام کړی خو بیا برعکس د جمعیت اسلامي ګوند عمومي شورا او د هیواد د شمالي ولایتونو ډیرو قومونو له ښاغلي ډاکتر صیب محمد اشرف غني څخه ملاتړ اعلام کړ ی دی چې د قومونو دې وملاتړ ته په کتو سره په دې پړاو کې ولسمشرۍ ټاکنو بل ډول رنګ غوره کړی دی او تر ډیره خلک نه شي ویلی چې څوک به په دې ټاکنو کې ولسمشرۍ ته بریالی کیږي خو افغان ولس ته اړینه ده چې باید لومړی په دغه ملي پروسه کې د ګډون له لارې خپل ملي او هیوادنی دین ترسره کړي او بیا دی داسی کس ته رایه ورکړي چې لاسونه یې ددې ولس په وینو رنګ نه وي، ددې ولس د درد درمل شي، کړی ژمنې یې د پلې کیدو وړ وي، افغانستان له زورواکو، غاصیبینو، غلو او جګړه مارو ډلو وژغوري، د سولې پلوي وي او دامنیت خوندیتوب لپاره هڅې وکړي او دغه هیواد د نړۍ له هیوادونو سره سیال کړي، نو دلته ټول افغان ولس ته اړینه ده چې د قومي، ژبني او سمتي تړاونو پرته د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي څو په خپلو رایو سره وکولای شي ددې هیواد لپاره داسی ولسمشر غوره کړي چې سبا بیا په خپله رایه پښیمانه نه وي او که چیرې افغان ولس د قوم، ژبې او سمت پر اساس د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي په یقیني ډول به لومړی د یو افغان په توګه له ځانه سره خجالته وي او دویم به یې خپل ملي دین تر پښو لاندې کړی وي خو راځي چې په تمه شو چې د تلې په شپږمه نیټه افغان غیرتي ولس کوم نوماند ته رایه ورکوي او د راتلونکو پنځه کلونو لپاره یې ددې ولس لپاره د مشر په توګه ټاکي نو په ټاکنو کې ستاسی پراخ ګډون او ستاسی کارول شوی رایې به دا په ډاګه کړي چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به څوک ګټونکی وي.