تاند، شنبه، د سنبلې ۲۳مه: دفاع وزارت وايي، له ملي امنیت سره یې په ګډه په غزني ولایت کې د طالبانو د چاودېدونکو توکو تر ټولو ستر زېرمتون له منځه وړی دی.

دفاع وزارت تاند ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کمانډو ځواکونو یې د امنیت له ۷۰۳ ځانګړو ځواکونو سره په ګډه غزني ولایت کې د د طالبانو د نظامي مسول حافظ جهانګیر پر پټنځایونو عملیات کړي دي چې په ترڅ کې یې ۱۲۰ بوشکه يي بمونه، ۲۰۰۰ کېلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۲۶ موټر سایکلې او یوه کرولا د افغان ځواکونو لاسته ورغلي او د طالبانو دوه مرکزونه یې له منځه وړل شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې ۲۶ طالب وسله وال هم وژل شوي دي او یو امنیتي سرتېری هم ټپي شوی دی.

دفاع وزارت وايي، دا چاودېدونکي توکي له پاکستان څخه غزني ته را لېږدول شوي وو او د القاعده تروریستي شبکې انجینرانو ترې په کابل او نورو ولایتونو کې د بریدونو لپاره بمونه جوړول.

طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *