ژباړن: نعمت الله پټانزی

۱-میاشتني لګښتونه مو وسنجوئ : داځکه چې هیڅ کار له غور اوسنجش پرته سرته نه رسیږي.

۲- له اړتیا پرته توکي مه پیرئ : وارن بافت وایي:« که چیرې تاسې داسي توکي وپیرئ چې اړتیا ورته نه لرئ نو؛ ژر ده چې داسي توکي به وپلورئ چې اړتیا ورته لرئ».

۳- د ژوندانه اړتیاوې اوغوښتنې مو مشخصې کړئ : کله مو چې اړتیاوې اوغوښتنې مشخصې شي نو؛ بیا په آسانۍ سره کولای شئ خپلې پیسې مدیریت کړئ.

۴- مالي مدیریت زده کړئ :که چیرې تاسو د مالي مدیریت په هکله معلومات ونه لرئ کیدای شي تل بې وزله و اوسئ.

۵- مخکې له مخکې مو د اخیستلو(خریدارئ) نوملړ(لیست) برابرکړئ : بازار ته له تللو مخکې د اخیستلو نوملړ برابرکړئ او د اړینو پیسو څخه ۱۰ سلنه زیاتې پیسې درسره یوسئ ، هرڅومره چې تاسې بازار ته زیاتې پیسې وړئ  هغومره تاسې زیات توکي پیرئ چې کیدای شي تاسو هغوی ته اړتیا ونه لرئ.

۶- دستونزو پر وړاندې دکمزورتیا احساس مه کوئ : زړه نازړه کیدل او ناهیلي توب نه یوازې دا چې ستونزه نه شي هوارولای بلکه ستونزې لا ډیروي ، غوره داده چې له همدې ځایه پورته شئ او له هغو کسانوسره مشوره وکړئ چې په ژوندانه کې یې بریاوې ترلاسه کړې دي. مولانا وایي:«عقل قوت ګیرد از عقل دیګر/ نیشکرکامل شود از نیشکر».

۷- مه پښه نیولي کیږئ : که له لاسه مو څه شی ولویدل او مات شول،مه پریږده چې زړه دپسې مات شي ، داځکه چې «په ماتو پښو کولای شې موخې ته ورسیږې مګر په مات زړه ، هیڅکله نه!».

۸- خپل ځان مه هیروئ : ډیر داسې کسان شته چې د خپل کار ، سوداګرۍ او د ژوندانه د ښایسته کولو په غم کې دومره ډوب دي چې :«سهاروختي پاڅیدل،کتاب لوستل،سپورت،د اوبوڅښل او سبو خوړل،تفریح او له ژوندانه نه خوند اخیستل»اوداسې نور ګټور کارونه یې هیر کړي. همدا ده چې ورو  ورو په بیلابیلو ناروغیو آخته کیږي او په پایله کې په «فقر» کې راښکیلیږي.

۹- د ورځنیو لګښتونو لپاره پور مه اخلئ : هغه کسان چې د ورځنیو لګښتونو (نه دپانګوني لپاره) پور اخلي هغه له خپلو پیسو څخه ژر مصرفوي او داسې فکر کوي چې دپور پیسي وړیا دي او بیرته یې نه ورکوي،تر ډیره کوښښ وکړئ چې د ورځنیو لګښتونو لپاره پور ترلاسه نه کړئ ، دپور د اخیستلو پرځای دکار اوزیار په اړه فکر وکړئ، کله چې دمالي ستونزې سره مخ شئ مه ووایئ «چې پور کوم» ووایئ :«یو کار کوم» تر وروستي بریده؛ چې ډیر مجبور شوي نه وئ د ورځنیو لګښتونو لپاره پور مه اخلئ ځکه که چیرې یوځل له پور لاندې شوئ ، بیاترې وتل ستونزمن دي. دکور تجملي او اضافي توکي وپلورئ .مګرتاسو کولای شئ دپانګونې لپاره پور ترلاسه کړئ او په باوري توګه یو کار اوبار په لاره واچوئ.

۱۰- دبډای کیدلو لپاره بیړه مه کوئ : «ډیره بیړه ښه نه ده» البته ټمبلي هم مه کوئ«ډیره ټمبلي هم ښه نه ده» ځکه چې «بیړه او ټمبلي دواړه دشیطان کارونه دي».

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *