تاند، شنبه، د سنبلې ۲۳مه: ولسي جرګې له امریکا وروسته د افغان حکومت له لوري هم د سولې د مذاکراتو ځنډولو په غبرګون ویلي، دا مهال پرطالبانو د غلبې او برلاسۍ ښه فرصت دی.

 ولسي جرګې ویلي دا چې امریکا پر طالبانو د بریدونو زیاتولو ګواښ کړی، افغان حکومت ته هم پکار دي چې پر طالبانو اوپراتیفي بریدونه زیات کړي او له طالبانو څخه ګڼې سیمې بیرته ونیسي.

 په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازي محمد الله بتاش نن د ولسي جرګې عمومي غونډه کې همدا خبره وکړه: (( له اوپراتیفي او سیاسي پلوه دا مهال پر طابانو د برلاسۍ بهترین شرایط برابر شوي دي، حکومت باید طالبان د هغوی تر ولکې لاندې سیمو څخه وباسي.))

نوموړي خبرداری ورکړی که حکومت له فرصته استفاده ونکړي نو له ټاکنو وروسته به هم د سولې پروسه کې هیڅ ډول بریالیتوب ترلاسه نکړای شي.

 په همدې حال کې د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني هم پر حکومت غږ کړی چې په کندوز، تخار، سرپل، غزني، میدان وردګو، فراه، ننګرهار او تر ګواښ لاندې نورو ولایتونو کې دې پراخ امنیتي اقدامات ترسره کړي.

 نوموړي د ولسي جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو له کمېسیون هم وغوښتل چې له امنیتي ځواکونو سره په ګډه دې د وضعیت د ښه کېدو لپاره پر یو ګډ او اغېزناک پلان کار وکړي.

 حکومت ته د ولسي جرګې لخوا پر طالبانو د بریدونو زیاتولو سپارښتنه په داسې حال کې کېږي چې ۱۲ ورځې وروسته د ولسمشرۍ ټاکنې راروانې دي.

 په همدې تړاو افغان حکومت هم ډاډ ښودلی چې پر طالبانو به راروانو لسو ورځو کې بریدونه زیات کړي تر څو د ټاکنو لپاره امنیت په سمه توګه خوندي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *