تاند، شنبه، د سنبلې ۲۳مه: د کانونو وزارت د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت له پنځو شرکتونو سره د د کرومایټ ډبرو د استخراج او پروسس ۵ تعدیل شوي قراردادونه لاسلیک کړل.
د کانونو وزارت سرپرسته نرګس نهان وايي، دا معدنونه به په کابل، لوګر، پروان او میدان وردګو کې استخراج او د پنځو واړو شرکتونو لخوا به پرې ۲۰ میلیونه ډالر مصرف راشي.
بلخوا د کانونو وزارت تخنیکي مرستیال عنایت الله مومند وايي، دوی د پانګه والو د هڅونې لپاره د امتیازاتو حق له ۳۰ سلنې څخه اووه نیم سلنې ته راښکته کړی دی، خو په بدل کې یې پانګه وال مجبور دي چې د کرومایټ ډبرو د استخراج تر څنګ د دې ډبرو پروسس په افغانستان کې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال طالبان او ځايي زورواکان د کرومایټ ډبرو استخراج په غیر مسلکي ډول ترسره کوي، چې دا خبره د کانونو وزارت سرپرسته نرګس نهان هم مني او وايي، تر ټولو زیات د د کرومایټو ناقانونه استخراج په خوست او پکتیا کې روان دی.