کندهار او هلمند ته برېښنا

تاند، یکشنبه، د سنبلې ۲۴ مه: د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، نن یکشنبه د ورځې ۱۱ بجي د بغلان ولایت د بلک میرزاد حسن په سیمه کې د تاجکستان د وارداتي برېښنا درې پایې په ماینونو الوزول شوي دي

برېښنا شرکت وايي، چې د یادو پایو د تخریب له امله د کابل په ګډون پر مرکزي، جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو باندې برېښنا قطعه شوې ده.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویلې چې، دغه پایې نن د وسله والو مخالفینو لخوا په بمونو الوزول شوي دي چې د یادو پایو له لارې ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا انتقالېدل.

ښاغلي توحیدي همدا راز ویلي د دوي تخنیکي ټیم هڅه کړي چې دغه ستونزه حل کړي، خو د سیمي د ناامنۍ له امله یې کارمندان نه دي توانیدلي او په سیمه کې وسلوالو هم ددې اداري تخنیکي ټېمونو ته د کار اجازه نه ده ورکړې.

ښاغلي توحیدي همدارنګه زیاته کړي، چې وړمه ورځ په کندز ولایت کې هم د وسله والو مخالفینو لخوا د برېښنا د یوې پایې د تخریب له امله پر شمالي ولایتونو د ازبکستان د وارداتي برېښنا انتقال بند شوی دی
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د بغلان په ډنډي شهاب الدین سیمه کې هم د وارداتي برېښنا یوه پایه ویجاړه شوې وه.

په شمالي کې د وارداتي برېښنا پایې پر داسې مهال ویجاړېږي، چې بغلان او کندز په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو د لویو بریدونو شاهد وه.
طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي

One thought on “طالبانو په بغلان کې د برېښنا ۳ پایې په بمونو الوزولي”
  1. د طالبانو جنګ د افغانستان له دولت سره نه ده ، دوی د ټولو افغانانو سره په جګړه کې دي. د برښنا پایې تخریبول د ټول ملت اقتصاد ته زیان رسوي.
    که په ناپوهې سره دا کار کوي ، دا د دغې ډلې منتهای جهالت ښیي.
    که شعوري خپل وطن ورانوي ، دا عمل یې د پنجابیانو په نوکري او خپل وطن سره د خیانت رښتیني ثبوت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *