تاند، دوشنبه، د سنبلې ۲۵مه: د لوګر ولایتي چارواکي وایي ، چې ددې ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې په یو ښوونځي د برید له امله دوه زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ویل کیږي دغه برید نن لس بجې وسله والو طالبانو د لوګر ولايت محمداغې ولسوالۍ د محمداغې د کلي د نجونو په یوه ښوونځي برید کړی چې له امله يې يوه زده کونکې نجلۍ وژل شوې او بله ټپي شوې ده.
د لوګر امنیه قوماندان رحم خدا مخلص رسنیو سره په خبرو کې دغه پېښه تأیید کړي او ویلې دي چې دا کار وسله والو طالبانو کړی او په ښوونځي یې ډزې کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې وسلوال طالبان په خپلو بریدونو ښوونځي او د ښوونځیوو زده کوونکې تر بریدونو لاندې نیسې.
طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.