تاند، دوشنبه، د سنبلې ۲۵مه: د بادغیس ولایت چارواکي وايي، طالبانو د دې ولایت د پستې له ځنګلونو څخه استفاده پیل کړې او دا ځنګلونه یې اوس په تر ټولو ستره عایداتي منبع بدل شوي دي.
د بادغیس د والي ویاند نجم الدین برهاني وايي، تر اوسه د طالبانو له ولکې څخه د پستې د ځنګلونو د ایستلو لپاره هیڅ اقدام نه دی شوی.
نوموړی وايي، پخوا په بادغیس کې د پستې ۹۰ زره هکټاره ځنګلونه وو، خو اوس ۳۵ زره هکټاره د پستې ځنګلونه پاتې دي چې پر هغې هم د طالبانو ولکه ټینګه ده: (( طالبان د بادغیس د پستې له حاصلاتو د کال ۳۰ میلیون ډالر ګټي، ولایتي ادارې هڅې وکړي چې طالبان له دې ځنګلونو شاته کړای شي، خو تر اوسه نه یوو توانېدلي.))
بلخوا د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال عبدالله افضلي وايي، له اتو کلونو زیاته موده وشوه چې د بادغیس د پستې ځنګلونه د طالبانو په لاس کې دي او له تولیداتو یې پیسې ټولوي: (( ځايي اداره نه شي کولی چې طالبان له دغو ځنګلونو وباسي، مګر طالبان په دې پيسو ورځ تر بلې چاغېږي.))
ښاغلی افضلي وايي، طالبانو د آب کمريو جوند، بالامرغاب او مقر ولسوالیو د پستې پر ځنګلونو ولکه ساتلې ده، خو که پر دې ځنګلونو حکومت ولکه ټینګه کړي پراخ عایدات به یې خزانې ته راشي.
دا په داسې حال کې ده چې موندنې ښيي طالبان نه یوازې د بادغیس ځنګلونه د ځان لپاره پلوري، بلکې د هيواد په ګڼو سیمو کې کانونه پاکستاني قراردادیانو ته ورکوي او عاید ترې اخلي او د کوکنارو د کښت او قاچاق له لارې خو د کال ۳۵۰ میلیونه ډالر هم ترلاسه کوي.