برهان الدین رباني

تاند، دوشنبه، د سنبلې ۲۵مه: تاند ته په رسېدلی یو سند کې د جمعیت اسلامي د ګوند وژل شوي مشر برهان الدین رباني مقبره د برېښنا د صرفیې له درکه شاوخوا یو نیم میلیون افغانۍ پوروړې ده.

په دې سند کې راغلي چې د رباني مقبره 1,656,277 افغانۍ پوروړې ده او تر اوسه یې د برېښنا د مصرف شوې اندازې بیل نه دی ورکړل شوی.

د برېښنا شرکت مسوولان په دې تړاو له څه ویلو ډډه کوي خو دانه ردوي چې ګواکې دا سند ناسم دی.

برهان الدین رباني له هغو زورواکو مړو شمېرل کېږي چې په ژوند یې د امتیازاتو د ورکولو په خاطر ورته حامد کرزي د سولې شورا رامنځته کړه او دغې شورا تر  وروستیو وختونو پورې هيڅ ونکړای شول او د باجګیرۍ د مرکز په توګه همداسې پاتې شوه.

نوموړی چې د ۱۳۹۰ کال د سنبلې په ۲۹مه یو ځانمرګي برید کې ووژل شو، له مرګ وروسته یې ورته د حامد کرزي په حکومت کې ناستو پلویانو ګڼ ځایونه غصب کړل.

د نوموړي په مقبره نه یوازې میلیوني مصارف وشول، بلکې د ده ګوندیانو دا  مهال په وزیراکبر خان تپه هم لوی بیلبورډ لګولی او دا تپه یې په زور د رباني په نوم نومولې ده،دغه راز نوموړي ته له کرزي څخه په زوره د سولې د شهید لقب واخیستل شو او د ښوونې او روزنې پوهنتون یې هم د ده په نوم کړ.

هغه څه چې د ښوونې او روزنې پوهنتون محصلین یې اوس هم ګناه حامد کرزي ته نه وربخښي.

محصلین وايي، رباني د ښوونې او روزنې پوهنځي په څنګ کې د افشارو ۴ زره کورونه په کورنیو جګړو کې په توغندیو وویشتل او اوس دوی لپاره شرم دی چې د ده په نوم نومول شوي علمي ځای کې درس وايي.

One thought on “زورور مړی: د رباني قبر د برښنا شرکت یو نیم میلیون افغانۍ پوروړی دی”
  1. رباني په خپل ژوند کې هم ډېرې لوبې د افغانستان د ویجاړي او تخریب لپاره وکړې. د کابل ښار یې په کنډوالو بدل کړ. جنرال حمیدګل یې یې د مجاهدینو د اردو موسس وو. د یوې مجهزې ، مدرنې او مجربې اردو نه یې یواځې یوڅوکباړ شوي ټانکونه طالبانو ته په میراث پرېښودې.
    د افغانستان د آریانا هوایی شرکت الوتکه یې په مشهد کې په ایراني مقاماتو په 30 زره دالرو خرڅه کړه او ….. دادی پس له مرګه هم د افغانستان د مظلوم ملت قرضداره ، دین داره دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *