تاند، سه شنبه، د سنبلې ۲۶مه: د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، پرون دوشنبه یې په افغانستان کې یو بل امریکايي سرتېری د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

ناټو په یوه اعلامیه کې دا خبر تایید کړی خو د پېښې ځای او د امریکايي سرتېري د هویت په تړاو یې څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې یو امریکايي سرتېری په ششدرک کې د طالبانو د موټر بم برید په ترڅ کې وژل شوی و چې له کبله یې امریکا له طالبانو سره خپل مذاکرات لغوه کړل.

د این کژولټیز په نوم معتبره ویبپاڼه وايي، په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر دې دمه ۳۵۰۰ سرتېري وژل شوي دي.

دا مهال په افغانستان کې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې ۱۷ زره سرتېري مېشت دي چې ۱۴ زره یې امریکایان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *