تاند، سه شنبه، د سنبلې ۲۶مه: د طالبانو د قطر دفتر د مرکچي پلاوي مشر شېرمحمد عباس ستانکزي له امریکا غوښتي دي چې د سولې خبرې دې ورسره بیا پیل کړي.

ښاغلي ستانکزي له بي بي سي انګلیسي سره په تازه مرکه کې ویلي، طالبان چمتو دي چې د سولې له هوکړې وروسته له امریکا سره اوربند وکړي.

د طالبانو او امریکایانو د سولې خبرې له هغې وروسته ماتې شوې چې طالبانو د کابل په یو موټر بم برید کې ۱۱ ملکیان او یو امریکايي سرتېری وواژه.

خو اوس ښاغلي ستانکزي ویلي، طالبان له امریکا سره مذاکراتو ته ژمن دي: (( د امریکا ولسمشر دې هم په خپله پرېکړه بیا له سره غور وکړي او د مذاکراتو مېز ته دې راوګرځي.))

نوموړي ویلي، که امریکا له مذاکراتو مخ واړوي او جګړې ته دوام ورکړي نو دوی مجبور دي چې پر طالبانو د تپل شوې جګړې دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د مذاکراتو د بیا پیلولو لپاره د هڅو په لړ کې روسیې، ایران، چین ته تللي او ډېر ژر به پاکستان ته هم سفر وکړي تر څو امریکا له نورو لوریو د مذاکراتو بیا پیلولو ته وهڅوي.

پر طالبانو فشار دی چې په دې وروستیو کې یې د جګړې په لیکو کې زرګونه جنګیالي وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *