تاند، سه شنبه، د سنبلې ۲۶مه: د ناټو ملکي استازي نیکولاسکي د ټاکنو د ترسراوي تر څنګ نږدې راتلونکي کې د سولې د خبرو د بیا پیلېدو خبر ورکړی دی.

نیکولاسکي په مزار شریف کې پرون دوشنبه ناوخته یو خبري کنفرانس ته ویلي، د سولې پروسه کې لنډمهاله ځنډ راغلی خو ټاکل شوې چې دا خبرې نږدې راتلونکي کې بیا د افغانانو او طالبانو تر منځ پیل شي.

نوموړي زیاته کړې په افغانستان کې د سولې راتګ حتمي دی او ناټو به ورته په افغانستان کې مناسب شرایط برابر کړي.

د ښاغلي نیکولاس په وینا ناټو ځواکونه به د ټاکنو د امنیت په نیولو کې له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه کار وکړي او هیڅ ډول تخریبي کړنو ته به اجازه ور نه کړي.

د نیکولاسکي په خبره ناټو به په افغانستان کې د بشپړ ثبات تر راتلو پورې د افغان ځواکونو مرستې، سلاکارۍ او روزنې ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې د طالبانو د قطر دفتر د مرکچي پلاوي مشر شېرمحمد عباس ستانکزي له امریکا غوښتي دي چې د سولې خبرې دې ورسره بیا پیل کړي.

ښاغلي ستانکزي له بي بي سي انګلیسي سره په تازه مرکه کې ویلي، طالبان چمتو دي چې د سولې له هوکړې وروسته له امریکا سره اوربند وکړي.

د طالبانو او امریکایانو د سولې خبرې له هغې وروسته ماتې شوې چې طالبانو د کابل په یو موټر بم برید کې ۱۱ ملکیان او یو امریکايي سرتېری وواژه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *